لنډ خبرونه په متن او انځور کي
موگابي تر کودتأ وروسته بیرته راښکاره سو
د زيمبابوې لیري سوی جمهوررييس رابرت موگابي د پوځ له خوا د قدرت تر اخیستلو دوې ورځي وروسته بیرته په عامه محضر کي راښکاره سوی دی. د هراري څخه د ډیرو رسنیود رپوټو په حواله دغه ۹۳ کلن د یوه پوهنتون د محصلینو د فراغت په مراسم کي د اول وار له پاره برخه واخیسته. موگابي خپل معاون ایمرسن ماناگاوا برطرفه کړ، پرکوم باندي چي پوځ ولاړ ؤاو په همدې سبب یې هم په نظامي عملیاتو لاس پوري کړ.
میرکل د گوندونو څخه د یوه اییتلافي حکومت پرسرد توافق غوښتنه وکړه
د جرمني د اییتلافي حکومت د جوړولو پرسر د خبرو تر پیلیدو لږدمخه نن غرمه په برلین کي د مسيحي دموکراټانو مشري او صدراعظمي انګيلا ميرکل د ټولو دخیل حزبو څخه د یوه توافق غوښتنه وکړه. میرکل وویل، چي خبري اسانه ندي ، خو ارزښت یې لري. ددې دمخه پرون شپه د مسيحي دموکراټانو، سوسيال مسيحيانو، آزاد دموکراټانو او زرغون ګوند ترمنځ خبري پسله ۱۵ ساعتو څخه بیله یوې مشخصي نتیجې څخه قطع سوي وې.
په بن کي نن اقلیم کنفرانس پای ته رسیږي
په بن کي نن جمعه د اقلیم ساتنی نړیوال کنفرانس پای ته رسیږي. د تر ۱۹۰ اضافه هیوادو څخه په زرونو نمایندگانو په دغه کنفرانس کي چه دوې اوونئ یې دوام وکړ، د پاریس د اقلیمي تړون د عملي کولو پر لارو چارو باندي مشورې وکړې. ددوی د خبرو داجنډا مهمه پوښتنه داوه ،چه هيوادونه په کومو میتودو او طریقو سره کولای سي خپل د مضره گازونو تولید، اندازه کړي.
امریکا خپلو اتباعو ته اروپا ته د سفرکولو څخه خبرداری ورکړ
د یوه لوړ ترهگري خطر په سبب د امريکا متحده ايالاتو خپلو اتباعو ته اروپا ته د سفرکولو څخه خبرداری ورکړی دی. د واشنگټن څخه په یوه خبرپاڼه کي راغلي دي، چي ددغه هیواد بهرنیو چارو وزارت اوس هم هلته د یوه ممکنه ترهگري خطر څخه په تشویش کي دی. وزارت ویلي دي، چي امریکايی اتباع باید په اروپا کي بیداره واوسیږي او ځانو ته پام وکړي، خصوصأ د کریسمس او نوي کال د مراسمو پر وخت.
په یوه پایپ لاین کي دیوه سوري په سبب ۷۹۵۰۰۰ لیټره تیل بهیدلي دي
د امريکا دمتحده ايالاتو د جنوبي داکوتای د ایالت په یوه پایپ لاین کي د غټ درز د رامنځته کیدو په سبب یوه لویه طبیعي فاجعه رامنځته سوې ده. لکه څنگه چه ددغه پایپ لاین چلونکي شرکت ترانس کاناډا خبر ورکړی دی، د هغه څخه تقریبأ ۷۹۵۰۰۰ لیټره تیل بهیدلي دي. شرکت ویلي دي، چي ترهغه وروسته چي هغوی دغه نقص ته متوجه سول، پایپ لاین یې بند او خرابه سوې برخه یې ورڅخه جلا کړې ده.
د ایټالیا د مافیا یو خطرناکه مشر مړ سو
د ایټالیا د سیسیلیا د مافیا یو خطرناکه مشر توتو ریینا مړ سو. لکه څنگه چي ایټالوي ورځپاڼو او خبري آژانس اسنا رپوټ ورکړی دی، دغه ۸۷ کلن د پارما د ښار د یوه روغتون د بندي خانې په یوه څانگه کي ساه ورکړه. پر ریینا باندي د تر ۱۵۰ کسانو د وژل کیدو تور لگیدلی ؤ او په ۲۶ واري عمري بند باندی محکوم سوی و. دده ماندینې او درو ځوانو اولادو ته یې د پنجشنبه په ورځ اجازه ورکول سوه، چی د هغه جسد وویني.