1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

لندن غواړي د خارجي محصلینو د راتگ زمینه محدوده کړي

۱۴۰۱ آذر ۶, یکشنبه

د بریتانیا حکومت غواړي د مهاجرینو ورتگ محدود او اوس بیا غواړي د خارجي محصلینو دپاره هم په دغه هیواد کي د تحصیل کولو زمینه په ښکاره ډول سره محدوده کړي.

https://p.dw.com/p/4K9Jl
England | Migranten in Dover
انځور: Henry Nicholls/REUTERS

بریتانوي رسنیو تیره جمعه د صدراعظم، ریشي سوناک په حواله رپوټ ورکړ، چي د دې کار د عملي کولو مختلف امکانات څیړي. 
لندن د مهاجرینو د تعداد راکمولو دغه تصمیم تر هغه وروسته نیولی دی، کله چي یې په دې اواخرو کي تعداد ریکارډ قایم کړی ؤ. یوازي د سږ کال په اولو درو ربعو کي دغه هیواد ته ۵۰۰۰۰ اوکرایني مهاجر په قانوني ډول سره ورغلي او ۳۵۰۰۰ نور هم د مانش کانال له لاري په غیر قانوني ډول سره ورمهاجر سوي دي.