1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لطيف:افغان کريکټ لوبډلي ته بايد په خپل هيواد کي ميدانونه جوړ سي

۱۳۹۰ خرداد ۹, دوشنبه

لطيف په پاکستان کي د ورستيو لوبو پر مهال د افغان لوبډلي مشري کوله. په دغه سفر کي افغان لوبډلي په پاکستان کي درې يو ورځيني لوبي تر سره کړې چي په درو واړه کي يې ماته وخوړه.

https://p.dw.com/p/11QqH
افغان ملي لوبډله
افغان ملي لوبډلهانځور: AP

د افغانستان د کريکټ لوبډلي روزونکي، رشيد لطيف پر افغان حکومت غږ کړی چي په هيواد کي ورته د کريکټ ميدانونه جوړ کړي.

د هغه په وينا، که افغان لوبډله په هيواد کي د ننه لوبي تر سره کړي نو ژر به يې د لوبو سطح لوړه شي.

«دا ډيره مهمه ده چي افغانان په خپلو ميدانونو کي لوبي تر سره کړي. په افغانستان کي حالات د ښه کيدو په حال کي دي، ځکه نو دا ضروري ده چي افغانان په خپل هيواد کي د کريکټ ميدانونو ولري، ترڅو په منظمه توګه خپلي لوبي وکړي.»

۴۳ کلن رشيد لطيف تيرکال د افغانستان د ملي لوبډلي د روزونکي په توگه وگمارل سو. هغه پخوا د پاکستان د ډلي کپتان هم پاته شوی دی.

لطيف په پاکستان کي د ورستيو لوبو پر مهال د افغان لوبډلي مشري کوله. په دغه سفر کي افغان لوبډلي په پاکستان کي درې يو ورځيني لوبي تر سره کړې چي په درو واړه کي يې ماته وخوړه.

د افغانستان د کريکټ لوبډلي پاکستان ته په خپل سفر کي د دغه هيواد د A لوبډلي سره لوبي وکړې. د دوی لومړۍ لوبه په اسلام آباد کي تر سره شوه چي پاکستان افغانستان ته د پنځو لوبغاړو په سوځيدو سره ماته ورکړه.

دويمه لوبه په راولپنډي کي وه چي افغاني لوبډلو پکښي د 150 منډو په توپير ماته وخوړه. دريمه لوبه په فيصل آباد کي وه، چي پاکستان وتوانيدی د څلورو لوبغاړو په سوځيدو سره پر افغانستان بری ومومي.

رشيد لطيف وايي چي په پاکستان کي د افغانستان د لوبډلي د لوبي څخه راضي نه دی.

«د افغان لوبډلي کولای شوای چي تر دي ښه لوبه تر سره کړي. دا چي مونږ ښه لوبه و نه کړه لامل يي دا دی، چي مونږ په افغانستان کي په منظمه توګه لوبي نه ترسره کوو.»

د افغانستان د لوبډلي روزونکي وايي چي په تيرو لسو کلونو کي د افغانستان حکومت هيڅ يو د کريکټ ميدان نه دی جوړ کړی. د ده په وينا افغان لوبغاړي د تمرين له پاره متحده عربي امارتو او پاکستان ته سفر کوي.

رشيد لطيف د کريکټ پر نړيوالي کميټې، ICC، او د افغانستان د کريکټ پر کميټې غږ وکړ چي دغي لوبي ته خاصه پاملرنه وکړي.

هغه دغه راز پر سريلنکا، هندوستان، انګلستان او استراليا هيوادونو غږ کړی، چي افغان لوبډلي ته په خپلو هيوادونو کي د لوبو بلنه ورکړي ترڅو دغه لوبډله د نړيوالو سياليو له پاره لا چمتو شي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل