1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قومي مشران د ترور له پراخي څپې سره مخ دي

۱۳۹۰ فروردین ۲۴, چهارشنبه

قومي مشران چي د افغانستان د سيمه ييزو شخړو د هوارولو په برخه کي يې د تاريخ په اوږدو کښي ډير اغيزناک رول لوبولی، په تيرو څو مياشتو کي د تاوتريخوالي د يوې بې ساري څپې هدف ګرځېدلي.

https://p.dw.com/p/RHaB
د قومي مشرانو يه جرگه
د قومي مشرانو يه جرگهانځور: AP

د افغانستان په هغو سيمو کي چي اوس پکښي جګړې رواني دي ډيري کليوالي او سيمه ييزي لانجې لا هم د قومي مشرانو له لاري هورايږي.

ځکه د سيمي خلک نه حکومت او نه هم په کومه بله ډله د خپلو شخړو د هوارولو زړه تړلای سي.

کله چي په ۲۰۱۰ کال کي امريکايي جنرالانو د سيمه ييزو اربکي ځواکونو د جوړولو ملا وتړله نو په لومړي سر کي د سيمي له مشرانو او مخورو سره په دي باب خبري وسوي.

له جنوبي کندهار، فراه، تر کونړ، ننګرهار، نورستان او بيا په شمال کي تر بغلان او کندزه پوري حکومت تړاوي قومي مشران په تير يوه کال کي تر متواترو ګزارونو لاندي ونيول سول.

طالبانو ښايي دا احساس کړي وي چي که چيرته په کليو او بانډو کي د دغو نفوذ درلودونکو کسانو مخه و نه نيول سي نو هغوي کولاي سي چي په کليوالي کچه د طالبانو پر ضد يوي بلي بلوا ته لمنه ووهي، چي هغه مهال به طالبانو ته ګرانه وي تر څو هم له ايتلافي ټلوالي او هم له سيمه ييزو قومي اربکيو ځان خلاص کړي.

په تيره يوه مياشت کي د هغو قومي مخورو شميره ۱۳ تنو ته ورسيده کوم چي د حکومت پلوي يي کوله او د طالبانو له لوري وژل سوي دي.

په يوه تازه پيښه کي چي همدا نن سهار د کو نړ ولايت په اسمارو ولسوالۍ کي سوې د ملک زرين په نامه د يوه قومي مشر په ګډون ۱۰ تنه سيمه ييز مخور وژل سوي دي.

ملک زرين هم په کونړ او په خاصه توګه په خپله ولسوالۍ کي د حکومت او نړيوالو ځواکونو د پاليسيو ملاتړ کاوه او د طالبانو له لوري ورته په وار وار د مرګ ګواښونه سوي ول.

د کونړامنيه قوماندان جنرال خليل ضيايي آلمان ږغ ته د يوې تليفوني اړيکي پر مهال وويل چي ملک زرين د سيمي مخوره څيره وه چي د شرارت پسندو د بنسټ پالو کړنو غندنه يې کوله.

تر دغه پيښي دمخه په فراه کي درې ديني علمان په يوه جلا پيښه کي وژل سوي ول.

که څه هم طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د دغو قتلونو مسوليت ندی اخيستي خو دا له امکانه لري بريښي چي دغه وژنه دي د بل چا کاروي.

ځکه افغان دولت او د سولي عالي شورا کومه چي د نارضيانو د پخلايني لپاره جوړه سوي په وار وار ويلي چي دولت زور پالي هغه کسان ګواښي کومو چي د سولي هلي ځلي رواني کړي دي.

انګيرنه داسي ده چي د قومي مشرانو او حکومت پلوه ديني محافظه کارانو وژنه به د سولي په روان بهير او د سيمه ييزو مليشو د را جلبولو پر پروسه ډيري ناوړه پايلي ولري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل