1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

قطر کې د افغان سولې بهیر بیا له کوم خنډ سره مخ شوی؟

۱۳۹۸ بهمن ۵, شنبه

طالبانو او امریکایانو په قطر کې یو ځل بیا مذاکرات پیل کړي دي. طالبانو ته نیږدې سرچینې وايي چې د امریکايي پلاوي د غوښتنو ډېرېدو قطر کې د افغان سولې بهیر له تازه ننګونو سره مخ کړی. دا غوښتنې څه دي؟

https://p.dw.com/p/3WoEE
Afghanistan | Friedensgespräche mit Taliban
انځور: picture-alliance/AP Photo/Qatar Ministry of Foreign Affairs

طالبانو ته نیږدې سرچینې وايي، قطر کې د طالب او امریکایي مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې روانې دي خو لازمه چټکتیا پکې نه لیدل کیږي. کابل میشتی پخواني طالب مشر سیداکبر اغا دویچه ویله ته وویل، د امریکایانو نویو غوښتنو د سولې بهیر ځنډنی کړی.

د نوموړي پروینا، «اوربند» او یا هم د «تاوتریخوالي کمولو» موده د اختلاف ستر ټکی دی. سید اکبر آغا وویل: «د امریکایانو نوې غوښتنه دا ده چې د تاوتریخوالي د کمولو موده باید له لسو ورځو ډیره وي، په داسې حال کې چې زلمي خلیل زاد په خپله ماته ویلي چې امریکا د لسو ورځو تاوتریخوالي کمولو سره موافقه لري، دا په دې مانا چې امریکايي لوری سوله نه غواړي او یا هلته په خبرو بوخت د امریکا مرکچي پلاوی بي صلاحیته دی.»

څه موده وړاندې د طالبانو د قطر دفتر د سولي هوکړه لیک لاسلیک ته د بشپړ چمتوالي خبره کړې وه، خو اوس د ځینو رپوټونو له مخې طالبان ناهیلي شوي.

افغان حکومت وايي، په قطر کې د سولې خبرو پیکه کېدو یو لامل هم اوربند ته د طالبان نه حاضریدل دی.

Afghanistan Peace Talks
انځور: picture alliance/AP Photo

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري دویچه ویله ته وویل، اوربند د ټولو غوښتنه ده چې طالبان یې نه مني. میرمن انوري زیاته کړه: «قطر کې چې کومې خبرې روانې دي او تراوسه کوم نتیجې ته نه دي رسیدلي، زمونږ بلکې د ټولو افغانانو ټینګار پر اوربند دی. مونږ یو دوامداره اوربند غواړو خو طالبان چې د تاوتریخوالي کمیدو کومه خبره کوي دا هیڅ لوري ته وضاحت نه لري.»

د امریکایانو د وتلو په هکله د حکومت موقف

قطر کې داسې مهال د سولې خبرې له نوي خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ ۲۴مه) په سویس کې خبریالانو ته ویلي د امریکايي ځواکونو د وتلو پرسر طالبانو سره خبرې کول د جګړې د لاسختېدو په مانا دی.

د طالب او امریکايي سرچینو د مالوماتو له مخې، دواړه غاړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر هوکړه لیک لاسلیک کولو ته نیږدي شوي، خو ولسمشر غني وايي د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع یوازې افغان حکومت مدیریت کولای شي.

د ولسمشر غني دا څرګندونې بیا د طالبانو له کلک غبرګون سره هم مخ شوي، طالبانو اونۍ تبصري تر سرلیک لاندې په یوه لیکنه کې ښاغلی غني تورن کړی چې د سولې مخالفت کوي.

د تبصري په یوه برخه کې راغلي: «په داسې حال کې چې په قطر هیواد کې د مذاکراتو پروسه یوه ټاکونکي پړاؤ ته نیږدې شوې ده او په کور دننه د هیوادوالو په زړونو کې د سولې هیلې په زرغونیدو دي، د ارګ بې واکه واکمن اشرف غني په سویس کې خبریالانو سره په خبرو کې نه یواځې په څرګنده د سولې پروسې مخالفت کړی بلکې نورې یې هم بې مسؤلیته خبرې کړي.»

Afghanistan US-Marines in Helmand
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

خو د سولې چارو کې د دولت وزارت بیا د طالبانو دا څرګندونې په کلکه ردوي او زیاتوي چې سوله د حکومت په ځانګړي توګه د ولسمشر غني کاري لومړیتوب دی.

د دغه وزارت ویاندې ناجیه انوري وویل: «په لومړي ځل ولسمشر غني د بي قید او شرطه د سولي د مذاکراتو غږ کړی، تاسو وګورئ د سولي لپاره حکومت د سولي مشورتي جرګه جوړه کړه او لانور هم په دې برخه کې هلې ځلې کوي او دوام لري. د سولي په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کول هم سولي ته د دولت د ارادې څرګندونه کوي.»

اوسمهال ټولې هیلې دوحه کې د طالبانو او امریکايانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلېکېدو ته ورټولې دي او ویل کیږي چې له دغه پړاؤ وروسته د افغانانو خپل منځي خبرې پيلیږي.

هاخوا د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته بیا جرمني چمتوالی ښودلی. له ارګ څخه خپره شوې ویناپاڼه وايي ولسمشر غني د تیرې پنجشنبې په ورځ د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلامیرکل سره کتلي چې په دې لېدنه کې اغلې میرکل د سولې له بهیر څخه ملاتړ کړی.

اسماعیل شاکر – کابل