1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر: بې تضمينه د کابل هوايي ډګر مسؤليت پر غاړه نه اخلو

۱۴۰۰ شهریور ۲۳, سه‌شنبه

قطر ويلي دي چي د کابل هوايي ډګر د چلولو هيڅ ډول مسؤليت به تر هغه وخته پر غاړه وا نه خلي تر څو ټول شرايط روښانه سوي نه وي.

https://p.dw.com/p/40Jhe
Mohammad bin Abdulrahman Al-Thani | Außenminister von Katar
شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د شنبې په ورځ کابل ته هم تللی ؤانځور: Marwan Tahtah/MOFA/AFP

د قطر د باندنيو چارو وزير، شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني ويلي دي چي هيواد يې بې له مخکنيو »روښانه« تضمينونو څخه د کابل د هوايي ډګر د چلولو مسؤليت پر غاړه نه سي اخيستلای. دغه وزير د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر ۱۴) په دوحه کي زياته کړه چي په زياته د طالبانو له لوري تضمين موجود وي. هغه وويل: «موږ بايد تضمين کړو چي هر څه په روښانه توګه سره معلوم وي، که نه نو موږ د هوايي ډګر مسؤليت پر غاړه نسو اخيستلای.»

د قطر د خارجه وزير په وينا يو داسي تړون ته اړتيا سته چي پکښي روښانه سوې وي چي «څوک به د هوايي ډګر تخنیکي او څوک به يې امنيتي اړخ» سنبالوي. هغه وويل چي په دې ترڅ کي د نورو هيوادونو سره د همکارۍ امکان سته خو تر اوسه صرف د طالبانو او ترکيې سره خبري سوي دي.

الثاني د يکشنبې په ورځ کابل ته تللی وو او هلته يې د طالبانو له استازو سره خبري وکړې. د قطر د بهرنيو چارو وزارت په وينا، د قطر د باندنيو چارو وزير کابل ته په خپل دغه سفر کي د کابل د هوايي ډګر د چلولو پر وروستيو تحولاتو خبري وکړې. د وزارت په اعلاميه کي راغلي دي چي د کابل له هوايي ډګر څخه «د ټولو له پاره د آزاد سفر» تضمين بايد وسي.

د اګست مياشتي په پای کي د امریکايي عسکرو له وتلو راهيسي د قطر هوايي شرکت «قطر ائير ويز» څو ځله کابل ته الوتنې کړي دي.

په دغو الوتنو سره کابل ته مرستيندويه توکي رسول سوي او له کابل څخه يو شمير بهرني پاسپورټ لرونکي کسان دوحه ته انتقال سوي دي. د دوشبنې په ورځ د پاکستان پي آی اې هوايي شرکت هم کابل ته پروازونه پېل کړل. د پي آی اې دغه پرواز د امريکايانو تر انخلا وروسته کابل ته لومړی نړيوال تجارتي پرواز وو.

قطر د طالبانو سياسي دفتر ته ځای ورکړی او د دې تر څنګ دغه هيواد د امريکا متحده ايالاتو يو ټلوالی هيواد هم دی.

آ./ا.ا./ن.ز.