1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر او عربستان ته د ترمپ د سلاکار د سفر موخه څه ده؟

۱۳۹۹ آذر ۱۰, دوشنبه

د محسن فخري زاده تر وژل کیدو څو ورځې وروسته د ترمپ زوم جرد کوشنر، قطر او سعودي عربستان ته سفر کوي. د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د ایران د اقدام ډلې پخوانی مشر برایان هوک، هم په دې سفر کې له کوشنر سره ملګرتیا کوي.

https://p.dw.com/p/3m017
USA Annäherung zwischen Israel und den Vereinigten Arabischen Emiraten | Jared Kushner
انځور: Reuters/K. Lamarque

په منځني ختیځ کې د جرد کوشنر هڅې د ترمپ د حکومت له پاره څو لویې لاسته راوړنې درلودلي دي، چې د هغو له ډلې څخه سړی کولی شي له اسرائیل سره د متحده عربي اماراتو او بحرین د سولې موافقې ته اشاره وکړي.

سوډان هم له اسرائیل سره د خپلو مناسباتو عادي حالت ته د را ګرځولو پاره ګامونه پورته کړي دي. ټاکل شوې ده چې همدا په روانه اونۍ کې به د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ زوم او د هغه سلاکار جرد کوشنر، له برایان هوک سره یوځای د قطر او سعودي عربستان هیوادونو ته سفر وکړي.

د فرانسې خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې په ۳۰ نیټه) د سپينې ماڼۍ په حواله له واشنګټن څخه د خپرو شویو رپوټونو پر اساس دغو دوو هیوادونو ته د کوشنر د سفر خبر ورکړی دی.

ویل کیږي چې خبره په سیمه کې لازیاتو دیپلوماتیکو موافقتنامو ته د رسیدلو پر سر ده. اټکل کیږي چې د سعودي عربستان او قطر په مناسباتو کې رامنځته شوی تشنج کیدای شي دغې سیمې ته د کوشنر د سفر یو له اهدافو څخه وي.

ټاکل شوې ده چې کوشنر به د سعودي له ولیعهد او د کارپوهانو په باور د دغه هیواد له «واقعي واکمن» محمد بن سلمان سره هم وويني.

سربیره پر دې د وال سټریټ ژورنال په حواله د دغې لیدنې کنتې پر مهال کیدای شي پر یو لړ نورو مسائلو هم خبرې وشي. د فرانسې خبري آژانس د خبریال په حواله د دې لیدنې کتنې په ارتباط کیدای شي دوې مهمې خبرې مطرح شي.

لومړی دا چې دا سفر د ایران د اټومي چارو کارپوه فخري زاده تر وژل کیدو څو ورځې وروسته ترسره کیږي. او دویم دا چې د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د ایران د اقدام ډلې پخوانی رئیس پرایان هوک، هم په دې سفر کې له کوشنر سره ملګرتیا کوي.

په دې ترتیب سره حدس وهل کیږي چې ایران به په سیمه کې د کوشنر د خبرو اترو محوري ټکی وي. بل لور ته د ابراهیم سولې توافق د پراخوالي موضوع هم کیدای شي مطرح شي.

د نومبر میاشتې پر ۲۳ نیټه د سعودي عربستان په نیوم ښار کې د محمد بن سلمان او د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو لیدنې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې د یوې احتمالي موافقې رامنځته کیدو په اړه اوازو ته لمن وهلې وه.

اسرائیلي رسنیو د منځني ختیځ له تر ټولو ستر هیواد سعودي عربستان سره د اسرائیلو د مناسباتو د عادي حالت ته راګرځیدو خبر ورکړی دی.

FAR/ش.ن/ن.ز