1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قرغزستان د خپلي پولي د ټینګولو په لټه کي دﺉ

۱۳۹۰ دی ۲۸, چهارشنبه

له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو له وتلو څخه مخکي قرغزستان له روسیي څخه د چهار شنبې په روځ یو شمیر پوځي او مخابراتي تجهیزات تر لاسه کړل، چي له افغانستان څخه د نشه یی توکو د قاچاق مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/13lUE
قرغزستان د روسيي مالي مرستو ته ډیره اړتیا لري
قرغزستان د روسيي مالي مرستو ته ډیره اړتیا لريانځور: picture-alliance/dpa

قرغزستان د شوروي اتحاد له منحلیدو څخه شل کاله وروسته هم د روسیي په مرستو پوري تړلی دﺉ.

دغه پوځي مرسته چي کابو ۱۶ ملیونه ډالر ارزښت لري د ماسکو او بیشکیک تر منځ د همکاریو نوې نښانه ده. د قرغزستان نوي ولسمشر، الماس بیک آتم بای ایف، په خپل هیواد کي د یوې امریکایي پوځي اډي د قرارداد له تمدید سره مخالفت کړی دﺉ او په دې ډول ئې کرملین خوښ کړی دﺉ. د دغي اډي قرارداد په ۲۰۱۴ کال کي پای ته رسیږي او امریکایان غواړي چي هغه تمدید کړي.

آتم بای ایف په یوي لمانځني کي چي د قرغزستان سرحدي سرتیري او د روسیې د سرحدي ځواکونو قوماندان، ولادمیر پرونیچیف، پکښي ګډون درلود د خپل هیواد او د روسیی اړیکو ته په اشاري سره وویل: «موږ ګډ پسمنظر لرو. زه یقین لرم چي راتلونکي هم داسي ده.»

آتم بای ایف زیاته کړه: «موږ خپل تاریخ پیژنو. موږ پوهیږو چي زموږ پلرونو او نیکونو د ګډ مورني هیواد، شوروي اتحاد، له پاره جګړه کړي ده. زه شخصاً د شوروي اتحاد د هغه سرتیري زوی یم چي په دوهمه نړیواله جګړه کي ئې د دې خاوري له پولو څخه ساتنه کړي ده.»

قرغزستان چي ډیری اوسیدونکي ئې مسلمانان دي له افغانستان څخه د نشه یي توکو د قاچاق پر لاره پروت دﺉ. په ۲۰۱۴ کال کي له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو څخه وروسته د روسیي په څیر قرغزستان هم خپلي خاوري ته د اسلامي بنسټ پالني د لمني له پراخیدو څخه انديښنه لري.

د روسیي تر مشري لاندی د سیمه ایز ګډ امنیتي سازمان د تړون (CSTO) عمومي منشي، نیکولای بوردیوژا، په تیر مارچ میاشتي کي ویلي ول چي له افغانستان څخه د ناتو وتل به پر ټوله منځنۍ آسیا باندي ناوړه اغیزه وکړي.

په همدي میاشت کي روسیي قرغزستان ته د تخنیکي او مالي مرستو د یو درې کلن پروګرام ژمنه وکړه چي له افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد مبارزه وکړي.

قرغزستان له افغانستان سره ګډه پوله نه لري، خو هغه له تاجکستان او ازبکستان سره چي له افغانستان سره ګډي پولي لري، په ګاوندیتوب کي پروت دﺉ.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش