1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قذافي له قدرت څخه لاس نه اخلي

۱۳۹۰ مرداد ۱, شنبه

د ناتو ځواکونو نن سهار وختي د ليبيا په پلازمينه ترابلس کي په بمباريو لاس پوري کړ. د قذافي د پلوي او مخالفو ځواکونو تر منځ جګړه بن بست ته رسيدلي. قذافي وايی :«د قيامت تر ورځي به هم مخالفينو سره خبري اتري ونه کړي»

https://p.dw.com/p/122BQ
د لِبیا د رژیم مشر معمر القذافی
د لِبیا د رژیم مشر معمر القذافیانځور: AP

د لیبيا د رژيم واکمن، معمر القذافي، لا تراوسه له دي څخه ډه ډه کوي چي له قدرت څخه لاس واخلي او له خپلو مخالفينو سره خبرو اترو ته کښيني.

د قذافي د دي تندو خبرو په لړ کي د ليبيا په ستر ښار ميسراتا کي چي له پلازميني ترابلس څخه 210 کيلو متره ليري پروت دي، د رژيم د مخالفينو مؤقتي شورا حکومت کوي.

په عين وخت کي د قذافي د رژيم پر پوځي تأسيساتو باندي د ناتو د هوايي ځواکونو ببماري رواني دي.

د شنبه په سهار په پلازمينه، ترابلس کي د عيني شاهدانو د وينا له مخي لږ تر لږه 6 چادوني واوريدلي شوي. د رژيم دولتي تلويزيون د ولسي وګړو په منځ کي له مرګ ژوبلو څخه خبري وکړي، خو نور جزييات يي نه دي بربڼډ کړي.

له پوځي لحاظه قذافي ته د وفادارو او د ناتو تر ملاتړ لاندي د ياغیانو د جنګياليو تر منځ د لیبيا شخړه بن سره مخامخه ده.

د دي وضعيت په پام کي نيولو سره په لويديځ کي د هغه يو حل لپاره ملاتړ زياتيږي چي وايي که چيري قذافي په خپله خوښه له قدرت خخه لاس واخلي کولاي شي چي په خپل هيواد کي پاتي شي. دغسي يو نظر د ايتاليا او د فرانسي له خوا وړاندي شوي دي.

د ياغيانو د شورا وياند، علي العيساوي، په روم کي د ايتاليا د بهرنيو چارو له وزير سره له يوي ليدني کتني وروسته وويل:

« مهمه خبره په لومړي قدم کي دا ده چي قذافي له قدرت څخه لاس واخلي.»

د لِبیا د روانی جگړی یو انځور
د لِبیا د روانی جگړی یو انځورانځور: DW/G. Anderson

د جګړي په ډګر کي وضعيت تت او تياره ښکاري، هغه وضعيت چي د لیبيا عام خلک يی له ويرو او انديښنو سره مخامخ کړي دي.

د آلمان غږ راډيو، خبريال پيتر ستيفي، د لیبيا سليتان ښار چي د قذافي د رژيم د پلويانو او مخالفينو تر منځ د جګړي له کرښي ډير ليري پروت نه دي ليدنه وکړه او هلته يي د سيمي له اوسيدونکو سره له نژدي خبري وکړي.

زمونږ خبريال په خپل استول شوي رپوټ کي وویل د سیمی حال انځوروی او وایی:

«دا غږونه د ناتو د جت جنګي الوتکو ؤ چي خپل ليږدول شوي پيټي يي د ميسراتا او سليتان د ښارونو تر منځ د جګړي په ډګر باندي ګوځار کړل. په لومړي سر کي د چاودنو غږ واوريدل شو بيا دود او لوخړي پورته شوي چي د لبيبا شين آسمان کي له ورايه ښکاره شول.»

دغه راز د سليتان د ښار په لويديځ کي هم د ناتو الوتکو په بمباريو لاس پوري کړ، ښايي د قذافي د رژيم پر پوځي تأسيساتو او سرتيري باندي بمونه لويدلي وي.

د سليتان د ښار يو اوسيدونکي وويل:

«له څلور مياشتو را په دي خوا دلته هر شپه بمونه غوځاريږي. په لومړي سر کي بمباري نا منظمي وي. خو پر له پسي درزونه اوريدل کيږي. دغه سيمه اوس د جګړي لومړي کرښه ده. د هوايي بمباريو په نيتجه کي کورونه او ښونځي ورانيږي. همدا دوه ورځي مخکي څو کورونه ويجاړ شول.»

د ناتو د ببماری په نتیجه کی په اشتباهی توګه یو کور ویشتل شوی
د ناتو د ببماری په نتیجه کی په اشتباهی توګه یو کور ویشتل شویانځور: AP

د دویچه ویله خبريال وايي:

«خو د سليتان په ښار کي د بمباريو نښانه نه ليدله کيږي. هغه سره د قذافي د رژيم د اطلاعاتو د وزارت يو کارکونکي ملګرتيا کوله، هغه نه غوښتل چي د جګړي کرښي ته ور نژدي شو. هغه هڅه کوله چي خبريالانو ته د سيمي وضعيت داسي ښکاره کړي چي ګواکي هلته ژوند عادي دي. حال دا چي د لیبيا د جګړي له پيل څخه ډيري خلک چي په هغو کي سوداګر او د وداني جوړولو کار ګران ؤ، تونس ته کډن شول.»

د لبيا د کړکيچ پاي لا تر اوسه معلوم نه دي. خلک په ويره کي دي. هغوي د جګړي د دواړو اړخونو څخه اوس په ويره کي دي لکه چي يو لبيايي زمونږ خبريال ته وويل چي همدا تيره دوشنبه د هغو په هستوګنه چادوني وشوي:

«مونږ ناڅاپي راووتلو، فکر مو کاوه چي زمونږ کورونه هدف نيول شوي، چيغي مو وکړي. دلته يوه وخت د پلټني پوسته وه. د پلټني د پوستي محافظينو چي په خپل خوښه پوځ کي داخل شوي ؤ، خپلي دريشي ګاني ليري واچولي او وتښتيدل.»

لکه په هر جګړه کي په لیبيا کي هم د جګړي ډيري قربانيان ملکي وګړي دي.

آژانسونه/ پيتر ستيفي/ عبدالباري حکيم

کتونکي: مسعود جهش