1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فیسبوک اټکل کوي چي په میلیاردونو ډالره به جریمه شي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۵, پنجشنبه

فیسبوک د معلوماتو د خوندیتوب په برخه کې د وروستۍ افتضاح په ترڅ کې د میلیاردونو ډالرو د جریمې له پاره چمتووالی نیسي. د دغه شرکت پر ډاډمنتیا سربیره هم تل حفاظتي ستونزې رامنځ ته کیږي.

https://p.dw.com/p/3HOg7
Tablet Benutzer blickt auf ein Facebook Logo Foto xC xHardtx xFuturexImage
انځور: imago/Future Image

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې د شخصي معلوماتو د خوندیتوب په برخه کې د سختې سرغړونې په ترڅ کې فیسبوک، په امریکا متحده ایالاتو کې تر پنځه میلیارده ډالرو جریمې اټکل کوي. د فیسبوک شرکت ویلي دي چې له دې کبله یې په تیره ربع کې په احتیاطي ډول درې میلیارده ډالر غاړې ته کړي دي.

د دې شالید د متحده ایالاتو د مستهلکینو د خوندیتوب ادارې (اف ټي سي) له خوا د دغه انټرنیټي شبکې پر وړاندې د معلوماتو د خوندیتوب په هکله په ۲۰۱۱م کال کې د یوه مکلفیت څخه د احتمالي سرغړونې په هکله تحقیقاتو ته ورګرځي.

USA Mark Zuckerberg in Washington
د فیسبوک بنسټ ایښودونکی، مارک زکر برګانځور: picture-alliance/dpa/XinHua/T. Shen

فیسبوک ویلي دي: «موږ د دې تاوان اندازه له درو څخه تر پنځه میلیارده ډالرو اټکلوو.» زیاته شوې ده چې دغه قضیه لا حل شوې نه ده. د تحقیقاتو تر پایلي او د دقیق وخته پورې کومه څرګندونه نه شي کیدای. د متحده ایالاتو د مستهلکینو د خوندیتوب ادارې تحقیقات د بیلګې په توګه کیدای شي دغه قضیې ته په یوې جزا او یا هم جوړجاړي سره د پای ټکی کښیږدي. فیسبوک شا او خوا ۴۵ میلیارده ډالرو پورې د پیسو زیرمې لري.

د دغه انټرنیټي شرکت پر وړاندې د اف ټي سي تحقیقات د معلوماتو د ارزونې شرکت کیمبرج انالایټیکا، هغه افتضاح ته ورګرځي چې ویل کیږي د فیسبوک د کاروونکو له معلوماتو څخه یي ناوړه استفاده کړې ده. دغه بریتانوي شرکت په پټه د شا او خوا ۸۷ میلیونه فسیبوک کاروونکو معلومات غلا کړي ول. ویل شوي دي چې پر نورو سربیره له دغو معلوماتو د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې استفاده شوې ده.

Belgien EU Facebook
په ۲۰۱۸م کال کې په بروکسل کې د فیسبوک پر ضد لاریونانځور: picture-alliance/AP Photo/G. V. Wijngaert

په ۲۰۱۱م کال کې له اف ټي سي سره په شوي یوه توافق کې د فیسبوک شرکت د کاروونکو له معلوماتو سره د شفافه چلن ډاډ ورکړی وو. فیسبوک د دې خبرې ډاډ هم ورکړی وو چې د فیسبوک کاروونکو ته به د پخوا په پرتله په روښانه ډول معلومات ورکوي، که چیرې یي معلومات کوم دریمګړي ته ورکول کیږي.

فیسبوک ته لا تر مخه په تیرو وختونو کې یو شمیر افتضاح ګانو ټکان ورکړی دی. څه موده وړاندې دغې آنلاین شبکې د معلوماتو د خوندیتوب په برخه کې پر یوې لوی ستونزې اعتراف کړی وو. د دغو معلوماتو له مخې د میلیونو کسانو پاسورډونه بې له دې چې قلف شوي وي د لوستنې وړ حالت کې پر سرورونو (د معلوماتو د ساتلو زیرمې) کې ثبت شوي ول.

(sr/nz (afp, dpa