1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«که د کرونا پيښي زياتي شي وضعيت ښايي له کنتروله ووځي»

۱۳۹۹ فروردین ۱۸, دوشنبه

د افغانستان د عامې روغتيا وزير وایي چې په دغه هیواد کې د کرونا ويروس د خپريدا لامل له ایران څخه د مهاجرو د بيرته راستنیدا بهیر دی. د افغان چارواکو په وینا له ایران څخه د افغان مهاجرو د بيرته ستنيدو بهیر یو څه سست شوی دی.

https://p.dw.com/p/3aVgU
Afghanistan Überführung Opfer Flugzeugabsturz im Iran
انځور: DW/Shoib Tanha Shokran

د اسوشتید پريس خبري آژانس په حواله، د افغانستان د عامې روغتیا وزير فيروزالدین فيروز انديښنه ښکاره کړې «که چيرته په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ مثتبې پیښې ډيري شي ښايي وضعیت له کنټرول څخه ووځي او په هغه صورت کې به موږ لا ډيرو مرستو ته اړتيا ولرو.»

ښاغلی فيروز وايی چې په افغانستان کې د کرونا ويروس د خپريدا لامل، له ايران څخه د افغان مهاجرو د بيرته راستنيدا بهیر دی.

افغان چارواکو تر اوسه (د ۲۰۲۰ کال د اپريل۵مې) په دغه هیواد کې د کرونا ويروس ۲۷۳ مثبتې پيښې تائيد کړي، چې په دوی کې ۲۱۰ تنه يې له ايران څخه راغلي کسان دي. په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له امله تر اوسه ۴ تنه مړه شوي دي.

ايران يو د هغو هیوادونو څخه دی چې د کرونا ويروس په کې په پراخه کچه خپور شوی دی. په دغه هیواد کې ۵۸ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او د مړو شمیر يې ۳۶۰۰ ته رسیدلی دی.

د رپوټونو په اساس، ايراني چارواکو ويلي دي چې په دغه هيواد کې هيڅ داسې سيمه نه شته چې نه وي سره. سور رنګ د کرونا ويروس د شتون په معنی ده.

د افغانستان د کډوالو او بیرته ستنيدونکو د چارو وزير، سید حسين عالمي بلخي، وايي چې د مهاجرت نړيوالې ادارې سږکال تر دې مهاله له ايرانه افغانستان ته څه باندې ۱۹۸ زره بیرته راستانه شوي افغان مهاجر ثبت او راجستر کړي دي.

اسوشتيد پريس خبري آژانس د عالمي له له قوله لیکی چې په دغه شمیر افغانانو کې ۱۴۵ زره يې يوازې په مارچ مياشت کې په ايران کې د کرونا ويروس د خپريدو له ويرې بیرته راستانه شوي دي.

د عالمي په خبره، د ډير ازدحام په ورځو کې حتې په ورځ کې تر ۱۵ زره افغانان د ایران له سرحده افغانستان ته راوښتلي، خو هغه زیاته کړې چې اوس دغه بهير يو څه سست شوی دی.

له ايرانه څخه راستانه شوي افغانان وايي چې په ايران کې د کرونا ويروس له بحران سره ډيرو کارخانې دريدلي دي او دوی يو د بیکارۍ او بل د کرونا له ويرې اړ شوي چې بیرته افغانستان ته راشي.

له دغو افغانانو څخه یو هم شل کلن مهدي نوري دی چې تازه له ایرانه افغانستان ته راغلی دی. نوري اسوشتيد پريس ته وویل چې په ايران کې يې د ډبرو تراشلو په یوې کارخانه کې کار کوه. خو کله چې کارخانې خپل کار ودراوه بیکاره شو. مهدي نوري وايي بيکارۍ او په کرونا ويروس د اخته کیدو له ويرې يې بیرته افغانستان ته مخه کړه.

هغه وايي کله چې سرحد ته ورسيد نو شاوخوا ۲۰۰۰ افغانان يې ولیدل چې په لیکه کې ولاړ دي.

هغه وايي: «په سرحد کې ما ښځې او ماشومان وليدل، وډار شوم او له ځانه سره مې فکر وکړ که د دوی په منځ کې کوم یو ېې په کرونا ويروس ککړ وي؟»

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت او نور افغان چارواکو انديښنه ښکاره کړې چې ښايي ايران به څه باندې د اټکلونو له مخي يو ميلیون هغه افغانان چې په دغه هیواد کې په غیر قانوني توګه کار کوي، له خپلې خاورې وښکلو ته اړباسي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران د مخه افغانستان څخه د ورتلونکو مسافرو پر مخ خپلې لارې تړلي دي.