1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فوکس:بريتانوي سرتيري بايد په افغانستان کي پاته سي

۱۳۸۹ خرداد ۱۶, یکشنبه

د برتانيې د دفاع وزير، ليم فوکس وويل چي بريتانوي سرتيري بايد په افغانستان کي پاته سي ترڅو دغه هيواد خپل دولتي جوړښت د لاسه ور نه کړي او هغه بيا د ترورستانو په ځاله بدل نه سي...

https://p.dw.com/p/NjUx
د برتانيې د دفاع وزير ليم فوکس
د برتانيې د دفاع وزير ليم فوکسانځور: picture-alliance/ dpa

فوکس په سنګاپور کي د Shangri-La Dialogue کلني امنيتي کنفرانس ته وويل:

« کله چي زه د دفاع وزير وټاکل سوم په لومړۍ اونۍ کي زما لومړنۍ ليدنه کتنه له هغو بريتانوي سرتيرو سره وه چي په افغانستان کي ټپيان سوي او بريتانيا ته د درملني دپاره ليږل سوي و. ما د ځان څخه و پوښتل چي، داسي يو بشري تاوان چي موږ پر ځان منلی، ايا ددې ارزښت لري، چي په افغانستان کي پاته سو؟ زما جواب بېله شکه هو ؤ! او اوس هم هو دی.»

په دغه کنفرانس کي چي د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزير، رابرت ګېټس، د روسيې د لومړي وزير مرستيال، سرګي ايوانوف د آسيا د الکاهل د سيمي د هيوادونو د دفاع وزيرانو ګدون درلودئ، فوکس وويل چي نړۍ بايد بيا اجازه ور نه کړي چي افغانستان په يو«بې دولته» هيواد بدل سي او يا هلته امينتي خلاء رامنځ ته شي چي له هغي څخه «نړيوال تروريزم د خپلي ودي د ځالي» په توګه استفاده وکړي.

فوکس د بريتانيا د محافظه پال ګوند غړی دی، چي د ليبرال ډيموکراټانو سره وروسته له هغي يو ايتلافي حکومت جوړ کړی چي د می د شپږمي نېټې په ټولټاکنو کي د ګوردن براون تر مشرۍ لاندي د کارګر ګوند ته ماته ورکړه.

نوموړي وزير په يوي بريتانوي ورځپاني کي په يوي مرکي د خپلي دي تبصرو چي ګواکي افغانستان « د 13 پيړۍ يو هيواد دي» او بريتانوي عسکر هلته په دي خاطر نه دي ورغلي چي « د ښووني او روزني نظام» کي سمونوالي راوړي، د افغان چارواکو او رسنيو له خوا تر نيوکو لاندي راغي او د هغه دا ډول تبصري يي « سپکاوي او نژاد پالونکي» وګڼلي.

د سنګاپور په امنيتي کنفرانس کي چي پرون پرانيستل شو او تر نن پوري دوام درلود، د بريتانيا د دفاع وزير په خپله چمتو سوي وينا کي وويل چي هغه د سيمي او نړيوال امنيت دپاره يو ګڼ شمير موضوعات په پام کي نيولي، خو افغانستان د ټولو په سر کي ځاي لري.

په هلمند کي د وژل سوو برتانوي عسکرو تابوتونه
په هلمند کي د وژل سوو برتانوي عسکرو تابوتونهانځور: AP

برتانياپه افغانستان کي د طالبانو پر ضد جګړه کي 9500 سرتيري لري، هغوئ د نړۍ د 60 هيوادونو د يو ستر ايتلاف يوه برخه جوړوي.

فوکس په خپلو يادونو کي وويل: « دا د افغانستان ډګر دي چي نړيواله ټولنه د نړيوال تروريزم پر ضد خپله اراده او توانمندي تر آزمويني لاندي نيولای سي.»

د 2001 کال د اکتوبر څخه را په دي خوا چي نړيوال ايتلاف په افغانستان کي په پوځي عملياتو بوخت دی، بريتانويانو 255 سرتيري هلته د لاسه ورکړي دي. د هغوئ ډيری يي د هلمند په ولايت کي د طالبانو سره په نيغه جګړه کي وژل سوي دي.

د بريتانيا د دفاع وزير پرون په سنګاپور کي د Shangri-La Dialogue نومي امنيتي کنفرانس کي د ناتو پر غړو هيوادونو باندي ږغ وکړی چي د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزلو دپاره نور پوځيان نوموړي هيواد ته واستوي. د دې اونۍ په پای کي په بروکسل کي د افغانستان ماموريت د ناتو د غړي هيوادونو د يوه کنفرانس مهمه اجنداء جوړوي.

د سنګاپور په نوموړي کنفرانس کي د روسيي د پلاوي استازيتوب د هغه هيواد د لومړي وزير د مرستيال سرګي ايوانوف په غاړه وه. ايوانوف وويل:د افغانستان لانجه د پوځي لاري حل کيدای نه سي. هغه وويل روسيي د افغانستان د شوروي د اشغال په موده کي درس واخيست.

هغه وويل د افغانستان د کړکيچ د حل دپاره به روسيه امريکا متحده ايالاتو ته مشوره ورکړي، خو هيڅکله به يو روسي سرتيري هم افغانستان بيا وا نه استول سي.

AG/AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل