1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فون دیر لاین: په افغانستان کې ژوند "تر ډیره حده عادي دی"

آژانسونه/ ستار جهش۱۳۹۴ آبان ۲۳, شنبه

له آلمان څخه د افغان کډوالو د ایستلو او په دې اړه چې آیا په افغانستان کې عادي ژوند امکان لري او که نه؟ د آلمان د دفاع وزیره اورزولا فون دیر لاین او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایر متضاده نظرونه لري.

https://p.dw.com/p/1H5l3
Ursula von der Leyen in Afghanistan
انځور: MACDOUGALL/AFP/Getty Images

د کډوالو په اړه نور مطالب دلته ولولئ:

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه اندیښنه لري. د آلمان «شپیګل» خبري مجله په کابل کې د آلمان سفارت د یو داخلي رپوټ په حواله لیکي چې په افغانستان کې اوسنی تهدیدونکی حالت په دې هیواد کې د ناتو د ماموریت په پیل کې د حالت سره د مقایسه وړ دی. خو د آلمان د دفاع وزیره نه غواړي په دې اړه څه ووايي.

د افغانستان په لويو ښارونو کي له دې سره سره چي په دې ښارونو کېپر شته خطرونو باندي څوک سترگي پټولای نه سي، خو هلته بيا هم عادي ژوند روان دئ. اورزولا فون دیر لاین چې د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند غړې ده د «بلډ» ورڅپاڼې سره په خبرو کې یې ویلي دي چې دا کیدای شي د دې لامل وګرځي چې هغه کسان بیرته افغانستان ته واستول شي چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنلیک نه منل کیږي. هغې دا هم ویلي دي چې د افغانستان په امنو سیمو کې حالت د اروپا په شان نه دی.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر چې د دې هیواد د دفاع وزیر هم پاتې شوی دی، افغانستان ته د افغان کډوالو د بیرته استلو طرفدار دی. هغه ویلي دي چې د آلمان پوځ او پولیس هڅه کوي چې افغانستان کې امنیت ټینګ شي. دیمیزیر همداراز ویلي دي چې افغانستان سره ډیرې مالي مرستي شوي دي او همداراز د دې هیواد په ټولو ولایاتو کې امنیتي حالات یو شان نه دی او ځینې ولایاتو کې نسبي امنیت ټینګ دی. د دیمیزیر دا څرګندونې چې «افغان کډوال باید په خپل هیواد کې پاتې شي» د آلمان د حکومت د ایتلافي شریکانو او په دې هیواد کې د بشري حقوقو د فعالانو غصه راپارولې ده.

د «شپیګل» د رپوټ پر حواله د آلمان د دفاع وزارت په افغانستان کې امنیتي حالت کاملا منفي ارزوي. د دې وزارت سیاسي مدیر اندریاس میشایلیس، د مسیحي سوسیال اتحاد له سیاستوالو سره په لیدنه کې د افغانستان حالت ګواښونکی ښودلی دی. هغه په افغانستان کې د آلماني دیپلوماتونو د ویناوو له مخې ویلي دي چې په افغانستان کې له هرو دوو څخه په یوې ولسوالۍ کې امنیتي حالت له مادي او معنوي اړخ څخه له لوړ او یا هم شدید ګواښ سره مخامخ دی.

حتی د افغانستان ځینې سیمې چې پخوا امنې ګڼل کیدلې اوس په شدت سره د ناامنه کیدو په لور روانې دي. ویل کیږي چې د ژمي له رسیدو څخه دمخه طالبان غواړي پر کندز ښار د تیرې میاشتې د برید په شان د افغانستان په نورو سیمو کې هم بریدونه تر سره کړي.

Anschläge in Kabul
انځور: Reuters/A. Masood

امید نوري پور د آلمان د زرغون ګوند کارپوه، وایي که د افغان کډوالو بیرته استول په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه ښوولو یواځینی لامل نه وي نو بیا باید ووایم چې د بهرنیو چارو وزارت حق په جانبه دی.

په افغانستان کې د طالبانو د حملو تر ډیریدو وروسته د آلمان حکومت فیصله وکړه چې په افغانستان کې به د آلماني سرتیرو شمیر ډیروي. آرنولد راینر د سوسیال دموکرات ګوند د دفاعي چارو کارپوه، وايي په افغانستان کې به د آلماني سرتیرو شمیر له اوسني ۸۵۰کسانو څخه ۹۸۰کسانو ته پورته شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب