1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلسطیني ځوانان څرنګه د تکنالوژي په مرسته پولې له منځه وړي؟

۱۳۹۸ شهریور ۳۰, شنبه

د اردن سیند په لویدیځه برخه کې دیوالونه، محاصره او امنیتي پوستې د ورځني ژوند یوه برخه ده. خو اوس یو شمیر مبتکر او کاروباري ځوانان له دغو سرحدونو څخه په تیریدو سره د ډیجیټلي نړۍ له لارې خلک یو له بل سره یو ځای کوي.

https://p.dw.com/p/3Q0Dx
Palästina junger Mann klettert über die Mauer BdTD
انځور: Reuters/M. Torokman

روان علوي، د دې له پاره چې د خپل کاروبار په اړه معلومات ترلاسه کړي ډیر وخت ته اړتیا نه لرله. هغې خپل ګرځنده تلیفون راپوته کړ او په رام الله، د فلسطين تر ولکې لاندې د اردن سیند لویدیځه برخه، او نورو سیمو کې یې  سړکونو انځورونه ښکاره کړل. د علوي په انځورونو کې یو شمیر هغه کسان لیدل کیږي چې د مزدورۍ یا کومې دندې په لټه کې د سړکونو پر غاړه ولاړ دي. دا د ساختماني څانګې بی روزګاره کسان دي.

روان علوي وايي: «په فلسطين کې داسې ډیر کسان د یوه کار په لټه کې وي. بل لور ته داسې ساختماني کمپنۍ هم شته چې روزل شویو یا مسلکي کارګرو ته اړتیا لري او دوی دغو بی روزګاره کسانو ته لاس رسی نه شي پیدا کولی.»

په همدې منځ کې له روان علوي سره د Amalwork.com په نوم د یوه ډيجیټلي کمپاين د پیلولو فکر پيدا شو.  کارګران او کمپنۍ په دې انټرنټ پاڼه کې د خپلو معلوماتو په ثبتولو سره یو له بل سره تماس نیولی شي او په دې توګه عرضه او تقاضا یو له بل سره په ښه شکل وصلیدلی شي.

علوي له خپل پلار سره یو ځای دغه کمپنۍ رامنځته کړه او په لومړیو دوو میاشتو کې تر ۶۰۰ ډیرو کارګرانو د خپلو صلاحیتونو مطابق په دې انترنتي پاڼه کې ځانونه راجیستر کړل. کارګران د دندې له ترلاسه کولو وروسته د روان علوي کمپنۍ ته، د دوی د خدماتو په بدل کې فیس ورکوي.

Laptop-Nutzer
انځور: picture-alliance/dpa/C. Klose

دا ځوانه فلسطينۍ په دې اند ده چې د ډیجیټالایزیشن یا ډیجیټال کیدو په وسیله په ظاهره کې له دغو ښکاریدونکو سرحدونو څخه سړی تیریدلی شي. نوموړې وایي: «موږ د پولې دواړو خواو ته کار کوو.»

خو هغه نه غواړي چې کارګر اسرائیلو ته واستوي، ځکه هلته د کار جواز ترلاسه کول ډیر ستونزمن وي.

همدارنګه اماني ابو طیر په بیت المقدس کې د Wazza.Inc په نوم انټرنټي پاڼه چلونکی دی. د هغه په خبره: «د اخترا ډګر هیڅ سرحد نه لري. موږ نړۍ یو کوچنی کلی ګڼو او د انټرنټ په وسیله کولی شو ټولو ته لاس رسی پيدا کړو.»

ابو طیر ډیرې جایزې هم ترلاسه کړي دي. وازا، یو داسې انټرنټي پاڼه ده چې د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله له محصلينو سره مرسته کوي: «موږ د خپلې راتلونکې د جوړولو له پاره ډیر سخت زیار باسو.»

خو د ابو طیر له پاره له یوروشلم څخه رام الله ته ځان رسول ډیر ستونزمن کار دی، ځکله په لاره کې ډیرې امنیتي پوستې جوړې شوي دي خو هغه وایي چې په ډیجیټلي نړۍ کې هغه مجبوره نه دی چې له سرحدونو څخه تیر شي.

(Manuela Kasper-Claridge) sn/mj