1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلسطين د څارونکي په توگه ومنل سو

۱۳۹۱ آذر ۱۰, جمعه

د پنجشنبې په ورځ ملگروملتونو په دغه سازمان کي فلسطین ته د یوه ناظر په توگه ځای ورکړ. د فلسطين د خودمختاري ادارې د مشر محمود عباس په تلاښونو کي هيچا شک نه درلود.

https://p.dw.com/p/16t60
انځور: dapd

په ملگروملتونو کې فلسطین د يوه ناظر په توگه د ځای ورکولو له پاره د فلسطین د خودمختاري ادارې مشر محمود عباس په غوښتنه د پنجشنبې په ورځ رای گیري ترسره شوه.

د ملگروملتونو له ۱۹۳ غړو هيوادونو له ډلي څخه ۱۳۸هیوادونو مثبتې ۹ هیوادونو د دې غوښتنلیک خلاف رای ورکړې او ۴۱ هیوادونو د رای ورکولو په بهیر کې گډون ونه کړ. 

وروسته له هغه چې تیر کال فلسطین په ملگروملتونو کي د مکمل غړیتوب په ترلاسه کولو بريالی نه شو، نو په دغه سازمان کې يي د یو ناظر هیواد د مقام ترلاسه کولو له پاره خپل تلاښونه پيل کړل.

د فلسطین د خودمختاري ادارې مشر په میاشتو میاشتو دې موخې ته د رسیدلو له پاره کوښښونه وکړل چې په نتیجه کې بریا ته ورسیده. محمود عباس د ملگرملتونو په عمومې غونډه کې غوښتنه وکړه چې «د فلسطین د زیږیدو واقعي سند دې لاسلیک کړې، هغه ټینگار وکړ چې د نړیوالۍ ټولنه اوس دا چانس لري، چې د دوو دولتونو تر منځ شخړي ته د حل لاره پيدا کړې.»

آلمان ممتنع رایه ورکړه

محمود عباس په دې وتوانید چې د ۱۹۳غړو هیوادونو له جملي څخه د ۱۳۸ هیوادونو رای ترلاسه کړې، چې په هغه کي د اروپايي ټولنۍ هیوادونه لکه فرانسه، ایټاليا، او هسپانيې هیوادونه شامل دي.

د هغو ۹ هیواونو په ډله کې چې د دې سند پر خلاف يې خپلي رای وکارولې د امریکامتحده ایالات او اسرائیل هیوادونه شامل دي. آلمان د هغو ۴۰ هیوادونو په کتار کې راځي چې د ملگروملتونو په سازمان کې يي د یو ناظر هیواد په توگه د فلسطین د منلو په حق کې ممتنع رایي ورکړې.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدووستروله وویل، چې دا ډول پریکړه د ده له پاره اسانه کار نه وو، خو سره له دې هم دا یوه منځمهاله پریکړه وه:

«موږ له یوې خوا د یو جلا دولت د حق په توگه د فلسطینیانو غوښتنه په پام کې لرو، او له بلې خوا موږ د اسرائیلو او په سیمه کې د سولي او پراختیا په برخه کې خپل ځانگړی مسئولیت درکوو.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو وستر ویله همدارنگه وويل، چې سره له دې چې آلمان د اسرائیلو په څنگ کي دی د یوه فلسطیني دولت پلوي دی، خو د ملگروملتونو په سازمان کې د یو ناظر هیواد په توگه د آلمان له نظره په دې هکله شک موجود دی.

گيدو ويسترويله زياته کړه: «موږ د یو رښتیني دولت د تشکیل په برخه کې هغه وخت ټاکونکي گامونه پورته کولای شو، چې د اسرائیل او فلسطین تر منځ خبري اتري یوه نتیجه ورکړي.»

دويچه ويله/ شمس الرحمن ناصر
کتونکی: نجيب الله زیارمل