1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فقر او مرګونی یخ؛ یوه کورنۍ د ۳ میاشتني ماشوم په غم کي

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ بهمن ۱۲, چهارشنبه

یخ او لوږه یو بل مصیبت دی، چي په دې ورځو کي افغانان ورڅخه کړیږي. رویټرز خبري اژانس یوه داسي کورنۍ موندلې ده، چي نوی زېږدېدلی ماشوم يې د یخ له امله تلف سوی دی.

https://p.dw.com/p/4Mx41
Afghanistan | Kinder sterben durch Kälte
انځور: Ali Khara/REUTERS

شميلا د خپل نوي زېږېدلي کوچني، چي د یخ له امله يې د دې په غېږ کي سا ورکړې، هیڅ عکس يې نه لري، خو د هغه څېره يې دقیقه په یاد ده. دا ښځه وايي: «سپين او روښان مخ يې ؤ،غټي سترګي، کوچنۍ پزه او تور وېښتان.»

درې میاشتنی امرالله، یو له هغو څه کم ۱۷۱ کسانو څخه دی چي په دې وروستيو کي د یخ له امله په افغانستان کي تلف سوي دي.

د یخ یاده وژونکې څپه داسي مهال پر افغانستان راغلې ده چي دغه هیواد وار ترمخه لا، د سخت بشري ناورین څخه کړیږي. 

اړوند: سوړ ژمی، بې کاري او د بې وزلو افغانانو سخت ژوند

ملګرو ملتونو ویلي دي چي ۲۸ میليونه افغانان چي کوچنیان هم پکښي شامل دي داسي مهال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري چي په تیرو پنځلس کلنو کي داسي یخ نه ؤ راغلی، ان د دغه هیواد په یوشمېر سیمو کي د سانټي ګراډ درجه منفي۳۵ درجو ته رسېدلې ده. 

افغانستان | ماشومان د یخنۍ له امله مړه کیږي
افغانستان | ماشومان د یخنۍ له امله مړه کیږيانځور: Ali Khara/REUTERS

د طالبانو له خوا په مرستندویه ادارو کي د ښځو پر کار بندیز د دې سبب سوی دی، چي هغوی خپل مرستندویه فعالیتونه تر ډېره محدود یا ودروي. 

په افغانستان غوندي محافظه کاره ټولنه کي د طالبانو دغه فرمان د دې سبب سوی دی چي اړمنو ښځو او کوچنیانو ته دي مرستي ونه رسول سي. 

د امرالله ۴۰ کلن پلار، چي یو څو میاشتي ترمخه يې خواري مزدوري کوله، خو اوس د ناروغۍ له لاسه کار نه سي کولای. 

دغه کورنۍ د کور تودولو له پاره پیسې نه لري، یوازي د وچي ډوډۍ، چایو او یو لږ اندازه خوړو ماسوا نورڅه خپلو اولادونو ته نه سي برابرولای،کور يې د غره په لمن کي او د کور ټولي کړکۍ يې ماتي دي. 

اړوند: سوړ ژمی او د داخلي بېځایه سویو تریخ ژوند

نیک محمد اته اولادونه لري چي یاد حالت يې څو اولادونه ور ناروغان کړي دي. دوې اونۍ ترمخه دې کورنۍ خپل درې میاشتنۍ نوی زېږېدلی ماشوم د ټوخ او تنفسي ناروغیو له امله روغتون ته یوړی. 

په دې وروستیو کي د افغانستان اکثره روغتونونه له هغو ناروغو کوچنیانو څخه ډک دي چي په سینه بغل او نورو ناروغیو اخته دي. 

افغانستان | ماشومان د یخنۍ له امله مړه کیږي
افغانستان | ماشومان د یخنۍ له امله مړه کیږيانځور: Ali Khara/REUTERS

په دغه هیواد کي ډېری غریبی کورنۍ اوسمهال دې ته فکر وړي دي، چي په دې شنه یخ کي کور تود کړي او که اولادونو ته خواړه چمتو کړي؟

په هغه شپه، چي يې امرالله روغتون ته بیوی، په ټول کابل کي داسي یخ ؤ، چي هیڅ طاقت نه کېدی. ۳۵ کلني شمیلا خپل نوی درې میاشتنی ماشوم په غېږ کي ونیو، تلتک يې پر ځان واچوی، نیمه شپه چي له خوبه راکښېنستله، ګوري، چي د ماشوم بدن يې یخ پخ دی. 

اړوند: په افغانستان کې کورني بې ځایه شوي او سوړ ژمی

دا وايي: «هغه شپه، چي مي زوی مړسو، سخت یخ و، هڅه مي وکړه... چي زوی مي تود کړم، خو ومي نه سوای کولای.»

دغي کورنۍ د خپل یخ وژلي ماشوم د تدفین او فاتحې اخیستلو ته هیڅ پیسې نه درلودې، د خپلو دوستانو او ملګرو په مرسته يې ماشوم ښخ او فاتحه يې واخیسته. 

تر مراسمو وروسته يې یو دوست د سکرو بخارۍ ورکړه، چي له یخه کورنۍ په وژغوري، خو دا کورنۍ د دومره مکسینه ده، چي د خوراک له پاره لا څه نه لري، نو د بخارۍ له پاره د سون توکي له کومه کړي؟

اړوند: 

شمیلا وايي، خپلو نورو  اولادونو ته هم فکر وړې ده، چي سخت ټوخیږي: «زه دوو نورو کوچنیانو ته، چي ناروغان دي اندېښمنه یمه، زه نه غواړم، چي دوی هم لکه د امرالله غوندي له لاسه ورکړم.» دا له ملګرو ملتونو غواړي، چي له افغانستان سره ډېري مرستي وکړي.

دوی د خپل درې میاشتني ماشوم عکس ځکه نه ده اخیستی، چي کامره لرونکی ټلیفون نه لري او وايي، که يې ټلیفون درلودای، نو عسکونه به يې ورڅخه اخیستي او اوس به يې غم په غلطولای. 

مور يې هغه کالي، چي د امرالله له پيدايښت څخه ترمخه ورته جوړ کړي ول اوس يې په یوه بسته کي یوځای ایښي او د زړه تنده په ماتوي. 
دیادي کورنۍ غړي تېره سې شنبه د یخ وژلي زوی قبر ته ورغلي ول. 

شمیلا، چي په یوه کوچنۍ ډبره د خپل نوي زېږېدلي ماشوم پر قبر کرښي کښلې، د اوښکو په ډکو سترګو داسي وویل: «خدای دي هیڅ مور د اولاد په مرګ نه غمجنوي، د اولاد غم د انسان له زغم څخه وتلی دی.»

زموږ له ارشیف څخه : 

ولي په ژمي کې موږ ډير زیات زکام کیږو؟