1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فراه کې ولې هندواڼې کیلو یوازې په یوه افغانۍ پلورل کیږي؟

۱۳۹۸ خرداد ۲۲, چهارشنبه

د چارواکو په حواله په فراه ولايت کې سږ کال د هندواڼو حاصلات ډېر ښه دي خو روانو ناکراريو او د مناسب تراسپورت له وجې د يو کيلو هندواڼې بيه يوې افغانۍ ته راټيټه شوې ده. بزګران له دې کبله سخت پريشان دي.

https://p.dw.com/p/3KCpa
Wassermelone
انځور: picture-alliance/Pixsell/H. Jelavic

د فراه د ولايتي شورا غړي شاه محمود نعيمي، وويل چې سږ کال په کافي اندازه ورښتونه د دې لامل شول چې د هندواڼو حاصلات تر ۸۰۰ زرو تنو پورې ورسيږي. خو نوموړي زیاته کړه چې د سړکونو نه شتون او د روانو ناکراريو له کبله بزگران نه شي کولی خپل حاصلات نورو ولايتونو ته انتقال کړي او هلته یې وپلوري ځکه دا کار هغوی ته ډېر گران بيه تماميږي.

د فراه يوه بزگر د طلوع نيوز تلویزيوني شبکې ته وويل چې د گټې د لاس ته راوړلو له پاره بايد دغه ميوه کیلو په لس افغانۍ وپلوري چې  په افغانستان کې لږ تر لږه د يوې ډوډۍ بيه کيږي. دا په داسې حال کې ده چې اوس د بازار د نه شتون له کبله بزګر دې ته اړ چې یوه کیلو هندواڼه په یوازې یوې افغانۍ پلوري.

خو حکومتي چارواکي د دې ستونزې د حل په لټه کې دي. د فراه د اقتصادي برخې رئيس سليم نورزي، وويل چې يو څه گامونه یې پورته کړي دي او انتظار کيږي چې  په راتلونکي اوونۍ کې به د هندواڼو بيې يو څه لوړې شي.

د نورزي په حواله ايران ته ليږد یې يو انتخاب نه شي کیدلی ځکه دغه هېواد به د روغتيايي دلايلو پر اساس ورته اجاره ور نه کړي. نوموړي په عين حال کې دا هم وويل چې ايران د افغانستان د لويدیځ بازارونه په خپلو هندواڼو ډک کړي دي. د ځینو په وینا دا هم د افغانستان د هندواڼو د بیو د ټيټيدو يو لامل دی.

د افغانستان د کرهڼې وزارت وياند اکبر رستمي، وويل چې له شخصي سکتور څخه یې غوښتي چې سيمه ایزو بازارونو ته د فراه د هندواڼو د انتقال له پاره دې لارې چارې برابرې کړي.

زراعت د افغانستان د خلکو د اقتصاد مهمه منبع ده چې د نړيوال بانک په حواله د ټولې کاري قوې کابو څلويښت سلنه په کې بوخت دي.

(bs/sm (dpa