1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفرانسه

فرانسې او بریتانيا د مهاجرت پر موضوع یو نوی تړون لاسلیک کړی

۱۴۰۱ آبان ۲۳, دوشنبه

بریتانيا او فرانسې د مانش کانال له لارې د غیرقانوني مهاجرتونو د مخنيوي په موخه یو نوی تړون لاسلیک کړی. له دې سره به د فرانسې په شمالي ساحلونو کې چې مهاجر ورڅخه په وړو کښتیو کې سفرونه پيلوي، د پولیسو ګزمې ډيرې شي.

https://p.dw.com/p/4JVT7
د رايل نشنل لایفبوټ انسیچویشن په نوم کشتۍ هغه مهاجر پورته کړي چې د مانش کانال له لارې غواړي بریتانيا ته واوړي - د ۲۰۲۲م کال جون ۱۵مه
د رايل نشنل لایفبوټ انسیچویشن په نوم کشتۍ هغه مهاجر پورته کړي چې د مانش کانال له لارې غواړي بریتانيا ته واوړي - د ۲۰۲۲م کال جون ۱۵مهانځور: Ben Stansall/AFP

له فرانسې څخه په وړو کشتيو کې بریتانیا ته د غیرقانوني مهاجرتو د مخنیوي موضوع، د دواړو هیوادونو تر منځ د اختلاف سرچینه ګڼل کیږي.

د دغه تړون پر اساس، چې نن دوشنبه (د ۲۰۲۲م کال نومبر ۱۴مه) لاسليک شو، د بریتانيا حکومت موافقه کړې چې فرانسې ته په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې شاوخوا ۷۲ اعشاریه ۲ ميليونه یورو (۷۵ میلیون امریکايي ډالر) ورکړي. دغه پېسې د یو موجوده تړون څخه نژدې ۱۰ سلنې ډيرې پېسې دي. فرانسه به ېې په بدل کې د خپلو سواحلو په اوږدو کې خپلې امنيتي ګزمې ۴۰ سلنه ډیرې کړي.

د فرانسې ساحلي ګارد تر ۷۰ ډیر پناه غوښتونکي ژغورلي

د فرانسې په شمال کې د کالې او دانکرک له ساحلونو څخه ۳۵۰ ژاندارم او پولیس ساتنه کوي، له دې نه علاوه له ډرون الوتکو او شب بېن وسایلو څخه هم کار اخیستل کیږي تر څو یې چارواکو سره بريتانيا لور ته د افرادو د اوښتو په مخنيوي کې مرسته کړي وي.

د بریتانيا صدراعظم، ريشي سوناک، وویل چې دغه تړون په دې معنی دی چې «بريتانوي چارواکي د لومړي ځل له پاره د همکارۍ د لا تقويت له پاره په فرانسوی عملیاتو کې برخه اخلي تر څو ېې د مهاجرت پر لارو د جرایمو پر وړاندې مبارزه کړې وي.»

بریتانیا په راتلونکي کي غیرقانوني مهاجرو ته سخته جزا ورکوي

دغه تړون په پاریس کې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر، ژرالد دارمانین او د بريتانيا د کورنیو چارو وزېرې، سوئلا براورمن، له خوا لاسلیک شو. دواړو وزيرانو توافق کړی چې هیوادونه به ېې له نیول شوو مهاجرو څخه معلومات ترلاسه کوي تر څو ېې د قاچاقبرانو شبکو پر وړاندې مبارزه کې مرسته کړي وي.

په دې تړون کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې وروستيو کلونو په ترڅ کې د غير قانوني مهاجرتونو پر موضوع د شويو تړونو څخه یې تازه دی، د مهاجرو د کښتيو د تعقيب او درولو په تړاو هیڅ مشخص هدف شامل نه دی.

د آرشیف انځور - فرانسوي پولیس د فرانسې په شمال کې د کالې ساحل ته نژدې د ګزمې پر مهال
د آرشیف انځور - فرانسوي پولیس د فرانسې په شمال کې د کالې ساحل ته نژدې د ګزمې پر مهال انځور: Denis Charlet/AFP/Getty Images

بريتانيا ته د تلونکو مهاجرو کښتۍ ډوبه شوې، ۳۱ کسان مړه دي

بریتانيا د فرانسې، ايټاليا او آلمان په څير اکثرو اروپايي هیوادونو په پرتله لږ شمیر پناه غوښتونکي ترلاسه کوي، خو هر کال د نړۍ له مختلفو سيمو څخه په زرونو مهاجر د فرانسې شمال ته ځانونه رسوي. دوی په دې هیله د فرانسې شمال ته ځي تر څو له هغه ځایه د مانش کانال له لارې لنډ بریتانیا ته واوړي. په دې منځ کې يو شمیر د دې له پاره هم بریتانیا ته ځي چې هلته ېې کورنۍ او خپلوان ژوند کوي. ځينې نور بيا د دې له پاره چې هلته په انګليسي ژبه خبرې کیږي او یا کولی شي په اسانی پکې کار و بار پېدا کړي، بريتانيا ته ځي.

په اروپا کې د قاچاق یوه لویه شبکه کشف شوې

په وروستیو کلونو کې په کوچنیو کښتیو او نور لاسي کوچنیو وسیلو کې د سفر کونکو شمير ډير زیات لوړ شوی دی. د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، سږکال تر دا مهاله له ۴۰ زرو ډيرو خلکو پر دغه لار سفرونه کړي په داسې حال کې چې په ټول ۲۰۲۱ کال دغه شمیر ۲۸۰۰۰ او په ۲۰۲۰ کې ۸۵۰۰ وو. رپوټ زیاتوي چې له دې سره، سږکال تر دا مهاله دغه خطرناکه سمندري لار  د نړۍ یوه تر ټولو مصروفه لار ګرځېدلې ده.

د افغانانو په ګډون بریتانيا ته تلونکي په سلونو مهاجر نيول شوي دي

بريتانیا او فرانسه له ډير وخت راهیسې د غیرقانوني مهاجرتونو د مخنيوي پر موضوع په خپلو کې اختلافات لري. د دواړو هیوادونو تر منځ نوی تړون داسې وخت کېږي چې درې اوونۍ مخکې ريشي سوناک د پخواني صدراعظم بوریس جانسون پر ځای د بريتانيا صدراعظم شو. سوناک چې تيره اوونۍ يې په مصر کې د اقليمي بدلون په کنفرانس کې د فرانسې له ولسمشر، امانويل ماکرون سره هم ولیدل، غواړي خپل دغه ګاونډي هیواد سره روابط ښه کړي.

خو دا چې نوی تړون به د مانش کانال له لارې د قاچاقي مهاجرتونو په مخنيوي کې څومره بريالی ثابت شي، وخت به ېې معلومه کړي.

mks/bs/(AP)

له آرشیف څخه د مهاجرت پر موضوع یو انځوریز البوم (01.03.2018 ):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل