1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسوي پولیس د خلکو د ژغورنې له پاره ځان قرباني کړ

۱۳۹۷ فروردین ۴, شنبه

نن د شنبې په ورځ هغه پولیس ساه ورکړه چې تیره ورځ یې په یوه سوپر مارکيټ کې د عام خلکو د ژوند ژغورنې په بدل کې ځان یرغمل نیونکي برید ګر ته سپارلی وو.

https://p.dw.com/p/2utvs
Frankreich Geiselnahme in Trèbes bei Carcassonne
انځور: picture-alliance/Maxppp/A. Nathalie

یوه ورځ وروسته تر هغې چې یوه برید ګر د فرانسې په سویل کې په یوه سوپر مارکيټ کې خلک یرغمل نيولي ول او یو پولیس د برمته شویو کسانو د خلاصون په بدل کې ځان په خپله خوښه برید کونکي ته سپارلی وو، نن د شنبې په ورځ مړ شو.

دا خبر د شنبه په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د مارچ میاشتې په ۲۴ مه نېټه) د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ګیرارد کولومب، په خپل تویتر کې ورکړی دی.

له دغه قرباني شوي پولیس څخه د هیواد د زړه ور اتل په توګه ستاینه شوې چې د خپل هیواد له پاره له خپل سر څخه تیر شو. برید ګر د جمعې په ورځ دغه پولیس په ډزو وویشت او ډیر سخت یې ټپي کړ. دغه یرغمل نیونکی مخکی تر دې هم د موټرو په غلا او نورو جرمونو تورن وو.

د فرانسې په کوچني ښار تریبیس کې د یرغمل نیولو په دې پيښه کې درې تنه وژل شوي دي. وروسته تر دې چې برید کونکي پر هغه پولیس ‌ډزې وکړې چې د عام خلکو د خلاصون له پاره یې ځان یرغمل نیونکي ته سپارلی وو، د فرانسې د ترهګرۍ ضد ځانګړو پولیسو پر سوپر مارکیټ هجوم ور وړ او برید کونکی یې وواژه.

د فرانسوي چارواکو د لومړنیو معلوماتو په حواله برید کونکی یو ۲۵ کلن مراکش الاصله فرانسوی وو چې ځان یې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې پورې منسوب کړی وو.