1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه غواړي د فضا له پاره کومانډويي ځواک جوړ کړي

۱۳۹۸ تیر ۲۳, یکشنبه

فرانسه دې د ولسمشر ماکرون په نظر په پوځي لحاظ هم لا پياوړې شي. د فرانسې د ملي جشن د ورځې مخکې داسې اعلانونه بيا له هر کلي سره هم مخامخ کيږي. خو جزئيات يې لا معلوم نه دي.

https://p.dw.com/p/3M3Jv
Frankreich Paris Bastille Day
انځور: picture-alliance/dpa/P. Wojazer

د فرانسې ولمسشر، امانويل ماکرون، په خپل هېواد کې د يوه فضايي کومانډويي ځواک د جوړولو اعلان کړی دی. ماکرون د پوځيانو په حضور په خپله يوه وينا کې وويل «د دې له پاره چې په فضا کې زموږ د وړتياوو پرمختګ او غښتلتيا تضمين شي، به راتلونکی سپتمبر د هوايي ځواک په چوکاټ کې يوه ستره فضايي کومانډو جوړه شي». هغه د فرانسې د ملي ورځې څخه يو ماښام تر مخه دا خبره وکړه. د فرانسې د ملي ورځې د لمانځنې له پاره ماکرون د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل او د نړۍ نور دولتي او حکومتي مشران پاريس ته وربللي دي.

هوايي ځواک په فضايي ځواک بدليږي

ولسمشر ماکرون دا هم وويل چې فضا يا خلا د «مقابلې نوې ساحه» ده. هغه په خپله خبره د پوځي دوکترين تغيير منلی چې «امکان راکوي په فضا کې او له فضا څخه د خپل ځان دفاع وکړو». په دې ترڅ کې د فرانسوي سپوږمکيو يا ستلايتونو خونديتوب هم مطرح دی. د ماکرون په خبره به د فرانسې هوايي ځواک ډېر ژر په يوه هوايي او فضايي ځواک باندې بدل شي چې د دې هدف له پاره د پانګونو اعلان يې هم کړی دی. دا چې په کومه برخه کې به پانګونه کيږي، البته تر اوسه معلومه نه ده.

Emmanuel Macron hält Rede im Verteidigungsministerium
ماکرون: «د هوايي ځواک په چوکاټ کې يوه ستره فضايي کومانډو جوړوو»انځور: Getty Images/AFP/K. Zihnioglu

داسې ښايي چې ماکرون په دې سره د دونالد ترمپ پر لارې پل ږدي. د متحده آيالاتو ولسمشر د تېر کال په دسمبر کې د «متحده آيالاتو د فضايي کومانډو» د جوړولو امر کړی وو، چې په فضا کې اوسني فعاليتونه هم د يوې کومانډو تر چتر لاندې راولي. هدف يې دا دی چې د ۲۰۲۰ کال تر پايه پورې د متحده آيالاتو د پوځ د شپږمې برخې په توګه «د متحده آيالاتو فضايي ځواک» رامنځ ته شي. د روسيې، چين او هند په څېر نور هېوادونه هم دغسې ورته پلانونه تعقيبوي.

ناټو هم ورباندې غور کوي

ناټو هم په جون مياشت کې په لومړي ځل د فضا له پاره پر يوې ستراتيژۍ پرېکړه کړې وه. له دې لارې دغه پوځي ټلواله غواړي ځان دې ته آماده کړي چې ښايي جګړې په راتلونکي کې د فضا له خوا هم ګټل کيږي، د مثال په ډول پر مهمو ستلايتونو باندې د بريدونو يا د فضا له خوا د وسلو د استعمال د لارې. 

ml/no (dpa, afp)/ن ص/ا ا