1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: د تقاعد د اصلاحاتو پر ضد اعتصاب ادامه لري

۱۳۹۸ آذر ۱۴, پنجشنبه

په فرانسه کې په میليونو ښوونکو، پوليسو، د ترانسپورت د برخې کارکوونکو او له نورو مسلکونو سره تړاو لرونکو يو ستر عمومي اعتصاب پيل کړی دی. دا اعتصابونه به د ولسمشر مکرون يوه ستره سياسي آزموينه وي.

https://p.dw.com/p/3UH1S
Frankreich Generalstreik l Streik gegen Rentenreformen in Marseille
انځور: Getty Images/AFP/C. Mahoudeau

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر ۵ نیټه) په فرانسه کې کارکوونکو او له نورو مسلکونو سره تړاو لرونکو کسانو د ولسمشر ايمانویل مکرون له خوا د تقاعد د وړاندیز شويو اصلاحاتو پر ضد د احتجاج په موخه يو عمومي اعتصاب پېل کړی څو په هيواد کې ورځنی ژوند په ټپه ودروي.

دا مظاهرې په هيواد کې د نابرابرۍ پر ضد د «ژيړ واسکټو» د احتجاج په تعقيب کيږي. هغه وخت دغه احتجاج ټوله فرانسه ولړزوله.

اعتصاب به کومي برخي اغیزمني کړي؟

د فرانسې حکومت، په پاريس او نورو هغو سترو ښارونو کې چې د سخت دريځه مظاهره کوونکو له خوا د گډوډۍ رامنځته کولو ويره شته، کلک امنيت نيولی دی.

۱ـ  بسونه، ريلونه او د الوتکو پروازونه ځندول شوي او د پاريس د مترو يا ځمکې لاندې ريلونو سيسټم زياتره برخه به هم کار ونه کړي.

۲ـ  ښوونځي هم تړل شوي او د لومړيو او منځنيو ښوونځيو تر نيمايي ډېر ښوونکي هم په اعتصاب کې شامل شوي دي.  

۳ـ د روغتونو د بيړنيو مرستو مرکزونه او عاجل اوطاقونه به لږ پرسونل ولري، ځکه چې ډاکتران او نرسان هم په اعتصاب کې برخه اخلي.

۴ـ  صنفي اتحاديو په پاريس کې د دوو سترو مظاهرو اعلان کړی دی.

۵ـ  د سياحت د برخې چارواکو سيالانيانو ته خبرداری ورکړی دی چې د ايفل برج ته دې نه نزدې کيږي.

Frankreich landesweiter Streik gegen Reformpläne
په فرانسه کې د عمومي اعتصاب په ترخ کې د ځمکې لاندې ریلونو سیستم تړل شوی دیانځور: Reuters/Tessier

د فرانسې رسنيو ويلي دي چې دغه احتجاج ښايي څو ورځې دوام وکړي. دا احتجاج په ۱۹۹۵م کال کې د حکومت او صنفي اتحاديو ترمنځ لانجې سره پرتله شوی چې څو اوونۍ یې له امله په ټول هيواد کې د ژوند چارې په ټپه ودرېدلې وې.

لانجمن اصلاحات

ولسمشر مکرون د فرانسې د تقاعد سيستم د اصلاح پلان لري. هغه د تقاعد اوسنی سیستم غیر عادلانه او گران بيه بولي. مکرون غواړي واحد، د نمرو پر سيستم ولاړ سيستم رامنځته کړي چې د ټولو متقاعدينو يو ډول حقوق تضمين کړي.

مکرون غواړي چې د تقاعد د يوه «نړيوال» سیستم په عملي کولو سره د انتخاباتي مبارزې له خپلو سترو ژمنو څخه يوه پر ځای کړي. خو د کارگرو اتحادېې وايي چې وړاندیز شوي اصلاحات به د شخصي سکتور په ميليونو کارکوونکي اغیزمن کړي او هغوی به مجبور وي چې د بشپړ تقاعد د ترلاسه کولو له پاره د تقاعد د قانوني سن، يعني ۶۲ کالونو ته تر رسېدو وروسته هم کار وکړي.

د «لې موند» ورځپانې د پنجشنبې ورځې په خپله گڼه کې ليکلي دي چې د «مکرون د امتحان شيبې دي. راتلونکې ورځې به د ولسمشر له پاره پريکړه کوونکې وي.»

مکرون په راتلونکو مياشتو کې د نورو او لا زياتو لانجمنو اصلاحاتو په اعلانولو سره غواړي د خپلې دورې د نيمايی برخې خپله تگلاره وټاکي او په دې وپوهيږي چې تر کومه حده دغه اصلاحات عملي کولی شي.

د کيڼ اړخه سخت دريځې اتحادیې يوه لوړ پوړي چارواکي رویترز خبري آژانس ته وويل: «موږ بايد اقتصاد په ټپه ودروو. عوام هم مبارزې ته ليوال دي.»

«ژیړ واسکټه» مظاهرې چې وخت پر وخت له زور زياتي څخه هم کار اخلي، د مکرون د حکومت پر ضد په پاڅون بدلې شوي. دغه مظاهره کوونکي په دې آند دي چې مکرون په خپلو تگلارو سره د شتمن قشر په گټه کار کوي. خو د «ژيړ واسکټو» مظاهرې په دې وروستيو کې ضعیفې شوې او د لسونو زرو مظاهره کوونکو پر ځای پکښې يوازې يو څو زره کسان برخه اخلي.

bs/nz (rtr)

زموږ له آرشيف څخه: