1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فاریاب: د بم چاودنې درې کسان ووژل

۱۳۹۱ مرداد ۱۴, شنبه

د افغانستان په فاریاب ولایت کې د یوه بم د چاودنې له کبله دوه تنه پولیس او یو ملکي وگړی وژل شوی دئ. په همدې حال کې افغان ولسمشر هم د ننگرهار ولایت د یوې ولسوالۍ په مسجد کې د جمعې د ورځې چاودنه غندلې ده. (ارشیف انځور)

https://p.dw.com/p/15jxz
انځور: AP

د فاریاب ولایت د پولیسو قوماندان عبدالخالق ویلي دي چې دغه چاودنه د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. هغه زیاته کړې ده:

«دغه بم په یوه منگي کې ځای پر ځای شوی وو او د غورماچ ولسوالۍ په یوه بازار کې وچاودید. دغه بازار ته ملکي وگړي او پولیس د خوړو د رانیولو له پاره راغلي ول.»

پېښه د جمعې په ورځ ناوخته هغه وخت رامنځ ته شوې ده چې خلکو د روژه ماتې له پاره خواړه رانیول. د فاریات ولایت د امنیې قوماندان د پېښې پړه پر طالبانو باندې واچوله.

په همدې حال کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي، د جمعې په ورځ د ننگرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې په یوه مسجد کې بمي برید غندلی دئ او ویلي ئې دي چې دغه شان بریدونه په ښکاره ډول له اسلام سره دښمني ده.

د جمعې په ورځ د ننگرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د جمعې تر لمانځه وروسته په یوه مسجد کې چاودنه وشوه چې د مسجد د ملا امام په گډون ئې ۱۹ کسان ټپیان کړل.

د افغان ولسمشر د دفتر له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې د هغه په حواله لیکل شوي دي: «له دې برید سره دا خبره ښکاره شوه چې د افغانستان دښمنان یوازې غواړي چې بیگناه خلک ووژني.»

په ننگرهار ولایت کې په مسجد کې چاودنه یوازې په تیرې اونۍ کې د خپل ډول دویمه پېښه وه. تر دې یوه اونۍ مخکې د افغانستان په ارزگان ولایت کې په یوه مسجد کې د چاودنې له کبله د مسجد ملا ووژل شو او څلور ملکي وګړي ټپیان شول.

په همدې حال کې په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت هم د چپرهار د ولسوالۍ پېښه غندلې ده. په وروستیو وختونو کې یاغیانو پر افغان او بهرنیو ځواکونو او ملکي وګړو باندې خپل بریدونه زیات کړي دي.

په پلان کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به له افغانستان څخه ټول بهرني جنگي ځواکونه ووځي. تر دې نیټې وروسته به د افغانستات ټول امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل شي. یو شمیر کارپوهان وروستیو ناامنیو ته په کتو سره په دې اړه شک لري چې افغان ځواکونه به وشي کولای چې به یوازې سر د ټول هیواد امنیت ټینگ کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض