1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

غني ښايي د افغانستان او انګلستان لوبه له نزدې وویني

مسعود جهش
۱۳۹۸ خرداد ۲۲, چهارشنبه

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ویلي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني بریتانیا ته سفر کوي چې د نورو تر څنګ د افغانستان او انګلستان تر منځ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د کریکټ لوبه له نزدې وویني.

https://p.dw.com/p/3KDhn
Afghanistan, Kabul: Präsidentenwahl für 2019 angekündigt: Präsident Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د افغانستان او انګلستان تر منځ به د نړیوال جام د سیالیو په ترڅ کې د جون میاشتې پر اتلسمه نیټه لوبه وشي. د افغانستان ملي راډیو تلویزیون پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې افغان ولسمشر په راتلونکې اوونۍ کې بریتانیا ته سفر کوي او د بریتانیا له لومړۍ وزیرې تریسا مې، سره د لیدنې تر څنګ به د افغانستان او انګلستان د لوبې ننداره هم وکړي.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچیني دویچه ویله ته ویلي دي چې لا تر اوسه پورې دغه سفر نهایي شوی نه دی او ښايي د یکشنبې په ورځ یې جزئیات اعلان شي.

افغانستان په نړیوال جام کې تر اوسه پورې درې لوبې کړي او په درو واړو کې یې ماتې خوړلې ده. پر دې سربیره دغه لوبډله په وروستیو وختونو کې ځکه هم د خبرو په سرلیک بدله شوه چې سابقه لرونکي لوبغاړي شهزاد محمدي، ادعا وکړه چې دی د کوم ټپ له لرلو پرته له لوبډلې ایستل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې کریکټ بورد بیا په خپلې فیسبوک پاڼې د شهزاد محمدي، روغتیایي رپوټ خپور کړی او ټینګار کوي چې دغه لوبغاړی په زنګانه کې د ټپ له امله نه شي کولی په نړیوال جام کې ولوبیږي او پر ځای یې د کریکټ د نړیوالې شورا په موافقې اکرام علي خیل، په لوبډله کې شامل شوی دی.