1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: له مهاجرو سره هيڅ خواخوږي نه لرم

۱۳۹۵ فروردین ۱۲, پنجشنبه

د افغانستان جمهوررئيس محمد اشرف غني ويلي دي چي له هغه چا سره هيڅ «خواخوږي» نه لري چي خپل جنگځپلي هیواد پرېږدي. غني دغه خبري له بې بې سره په مرکه کي کړي دي.

https://p.dw.com/p/1IMe9
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai

د افغانستان جمهوررئيس محمد اشرف غني پر هغو افغانانو چي له هيواده مهاجر سوی ديو ږغ کړی دی چي بيرته خپل وطن ته راستانه سي او د خپل هيواد په بيا رغاولو کي مرسته وکړي.

غني له بې بې سي سره په مرکه کي ويلي دي: «هغه هیوادونه له کړکېچه ژوندي نه سي وتلای، چي د کار خلک ئې ځني وځي.»

د افغانستان د مهاجرو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د يکشنبې په ورځ پارلمان ته ويلي ول چي دی په دې توانېدلی دي چي له اروپايي مامورينو سره دې نتيجې ته رسېدلی څو «له اروپا څخه د نژدې ۱۰۰۰۰۰ افغان مهاجرو د بيرته ايستلو مخنيوی وکړي.»

د هغه د معلوماتو له مخي تير مېلادي کال له هیواده نژدې ۲۵۰۰۰۰ افغانان مهاجر سوي دي.

بلخي ويلي دي چي ده له اروپايي ټولني څخه هيله کړې ده چي په افغانستان کي خرابو امنيتي شرايطو ته په کتو سره ډېر افغانان بيرته خپل هيواد ته ونه لېږي. هغه له جرمني څخه غوښتي ول چي لا ډېر افغان مهاجر ومني.

پر دې سربيره اوس هم د نورو تر څنگ له جرمني سره د بيرته لېږد پر تړون باندي خبري اتري رواني دي.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت څه موده مخکي ويلي ول چي ډېر هغه افغانان چي په دغه هیواد کي د پاتېدو چانس نه لري ډېر ژر به ئې بيرته خپل هيواد ته ولېږي.

د جرمني ادارو د معلوماتو له مخي تيرکال په جرمني کي نژدې ۱۵۰۰۰۰ افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده. دا په جرمني کي تر سوريايي مهاجرو وروسته دوهمه لويه ډله ده چي د پناه غوښتنه کوي.

د روان کال په تيرو دوو مياشتو کي نژدې ۳۰۰۰۰ افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده.