1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: طالبانو له تروريستي ډلو سره خپلې اړيکي لا پياوړي کړي

۱۴۰۰ مرداد ۱۱, دوشنبه

افغان ولسمشر د امنيتي وضعیت په چټکۍ سره د خرابيدو لامل له افغانستانه د ځواکونو د ايستلو په تړاو د امریکا «ناڅاپي» تصمیم وښود. هغه ويلي چې طالبانو له تروريستي ډلو سره د خپلو اړيکو د پرې کولو پر ځای هغه لا پياوړي کړي دي.

https://p.dw.com/p/3yQh3
Afghanistan | Große Ratsversammlung in Kabul
د آرشیف انځورانځور: AFP/Press Office of President of Afghanistan

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن، دوشنبه د افغانستان پارلمان ته په خپله وينا کې وويل: «اوسنی وضعیت د نړیوالو ځواکونو د وتلو د ناڅاپي تصمیم له امله رامنځ ته شوی دی.» غني وويل چې تر دې وروسته د حالاتو کنټرول یوازې «زموږ [د افغانانو] مسئوليت دی.»

نوموړي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته په اشارې سره زياته کړهم چې «پردی کټ تر نيمې شپي وي» او وضعیت به په شپږو میاشتو کې ښه شي.

وسلوالو طالبانو په وروستيو مياشتو کې چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل پيل شوي، خپلو حملو ته زور ورکړی دی او په ځانګړې توګه يې د تیرو څو ورځو په جریان کې د درو ولایتونو کندهار، هرات او هلمند پر مرکزونو سخت یرغلیز بریدونه کړي دي.

غني په خپلو خبرو کې وويل: «موږ په تیرو درو میاشتو کې د تمې خلاف یوه وضعیت سره مخ شوي يو.» خو ډاډ ېې څرګند کړ چې د یوه امنيتي پلان له مخې به په راتلونکو شپږو میاشتو کې امنيتي وضعیت تر کنترول لاندې راشي او امریکا متحده ایالاتو هم له دغه پلان څخه ملاتړ کړی دی.

هغه وويل چې تر شپږ میاشتو وروسته به افغان ځواکونه مطلوب حالت ته ورسيږي او په خپلو پښو به ودريږي.

Katar | Friedensgespräche in Doha
غني نن د افغانستان پارلمان ته وويل چې طالبان به سولې پر لور حرکت ونه کړيانځور: Media office of Afghanistan High Council for National Reconciliation

په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسیدو په مقصد، تيرکال په قطر هیواد کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د سولې مذاکرات پيل شول خو دغه مذاکرات تر اوسه يوازې په څو پړاوونو کې ترسره شوي، اما تر اوسه په کې د پام وړ کوم پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی. خو دواړو لورې په خپل وروستي ځل کتنه کې په ګډه وويل چې دوی به د سولې خبرې اترې کړندۍ کړي.

په دغه ناسته کې د افغان حکومت د پلاوي مشري د مصالحې د عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله کوله. خو غني د لوی اختر په ورځ خپله وينا کې د عبدالله عبدالله له قوله وويل چې طالبان سولې ته ژمن نه دي.

غني نن هم پارلمان ته په خپلو خبرو کې هم وویل چې طالبان به د سولې پر لور حرکت ونه کړي. هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه ووېل چې «طالب د ۲۴ کاله مخکې طالب نه دی بلکې په لا وژونکي، جابر او خونړي توګه يې پر موږ هجوم راوړی دی.«

امریکا او طالبانو د افغانستان د ۲۰۲۰م کال په فبروۍ میاشت کې د سولې تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مهمو ټکو څخه یو دا وو چې امریکا به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي او طالبانو هم ژمنه کړې وه چې له تروريستي ډلو سره به خپلې اړيکې پرې کوي.

Afghanistan Gefechte mit Taliban
غني وويل چې د یو امنيتي پلان له مخې به وضعیت په شپږو میاشتو کې تر کنټرول لاندې راوستل شيانځور: AA/picture alliance

خو افغان ولسمشر نن طالبان پر دې تورن کړ چې دغې ډلې نه یوازې د داخلی او نړیوالو ترویستي ډلو سره خپلې اړيکې نه دي پرې کړي، بلکې دغه اړيکې يې لا پياوړې کړي دي خو طالبانو د غني ادعاوې رد کړي دي.

طالبانو په وروستیو کې د افغانستان ډير شمیر ولسوالۍ او ځينې سرحدي بندرونه نیولي دي. حکومت بیا د يو شمیر ولسواليو د بیرته نیولو او طالبانو ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کړي دي. په دې منځ کې په زرونو کورنۍ هم اړ شوي چې د جګړو له سيمو امن ځایونو ته پناه یوسي. دغه راز د ملکي تلفاتو د ډيریدو یادونه هم شوې ده.

تیره اوونۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر، یوناما په خپل رپوټ کې وويل چې د روان میلادي کال په لومړيو شپږو میاشتو کې د ملکيانو مرګ ژوبله د تیرکال همدې مودې په پرتله ۴۷ سلنه لوړه شوې ده. یوناما پر طالبانو او افغان رهبرانو غږ کړی وو چې د جګړې پر ځای دې د مذاکرې میز ته کيني. دغه سازمان خبرداری ورکړی که چیرته جګړه په همدې شدت ادامه ولري ملکي تلفات به نور هم لوړ شي.

رويترز/م.ک.ص./ب.ص.