1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني د"لوړې" مراسمو ته چمتوالی نیسي، عبدالله والیان معرفي کوي

۱۳۹۸ اسفند ۴, یکشنبه

که له يوې خوا عبدالله عبدالله د والیانو معرفي ته دوام ورکړی نو له بلې خوا افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د عبدالرشید دوستم په ګډون له یوشمېر افغان مشرانو سره کتلي. د چارو کتونکي یې په اړه څه وايي؟

https://p.dw.com/p/3YEhO
Aschraf Ghani  Präsident von Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم په ترڅ کې د نوي منتخب ولسمشر په توګه د «لوړې» مراسمو لپاره کمېسیون ګمارلی. د ارګ د ویناپاڼې پر بنسټ، دغه کمېسیون باید په راتلونکو ۵ ورځو کې د لوړې مراسمو ته بشپړ چمتوالی ونیسي.

خو هاخوا اجراییه رییس عبدالله عبدالله بیا د والیانو معرفي کولو ته دوام ورکړی. نوموړي په دې لړ کې د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ ۲۳مه) جوزجان ولایت لپاره والي ونوماوه. د جوزجان د ولایتي شورا غړی عبدالحی حیات د دغه ولایت لپاره ځای ناستی والي نومول شوی.

د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سلاکار عزیزاحمد بیګي دویچه ویله ته وویل، په دې اړه هر اقدام د خلکو د رایو د دفاع په موخه دی: «مونږ د خلکو له رایو دفاع کوو او دا د خلکو غوښتنه ده.»

تر دې وړاندې یې سرپل لپاره د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني د والي په توګه معرفي کړی. په همدې حال کې د پنجشیر برحاله والي بیا له عبدالله عبدالله ملاتړ کړی او خبرداری یې ورکړی چې تردې وروسته به پنجشیر کې د ولسمشر غني حکمونه نه عملي کیږي.

ایا خلیل زاد افغان ټاکنیز کړکیچ کې منځګړتوب کوي؟

له همدې سره همهاله افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد جوزجان ته تللی ؤ او هلته یې له ښاغلي دوستم سره څو ساعته ناسته کړې. د دوستم سلاکار عزیز احمد بیګي دویچه ویله ته د دې ناستې په اړه وویل: «دواړو لورو پر افغان سوله او شمالي ولایتونو کې پر امنیتي وضعیت خبرې کړي.»

انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی. انځور: Reuters

له ښاغلي بیګې وپوښتل شول چې ناسته کې د ولسمشریزو ټاکنو له نهايي پایلو وروسته پر راپورته شوي کړکیچ هم خبرې وشوې؟ نوموړي ومنله چې خلیل زاد په دې ناسته کې د «منځګړتوب» هڅه کړې، خو تردې ډير جزیات یې ورنه کړل.

ښاغلي خلیل زاد له دوستم سربیره نن یکشنبې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره هم کتلي. ښاغلي حکمتیار ته یوې نیږدې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي دویچه ویله ته وویل: «خلیل زاد په دې ناسته کې له ټاکنیزې مبارزې د تېرېدو لپاره بیلابیل وړاندیزونه درلودل خو حکمتیار ورسره نه دي منلي.» دې سرچینې په ډاګه نه کړه چې دا وړاندیزونه څه وو؟


د یوناما اندېښنه

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اوسنیو شرایطو کې د حکومتي چارواکو له بدلون او تبدیلي اندېښنه ښودلې.

په اعلامیه کې د چا نوم نه دی راغلی خو ویل شوي چې د زور په مټ ناقانونه کړنې سولې ته د افغانانو د رسېدو هیلې زیانمنوي.

د چارو یوشمېر کتونکي د والیانو د معرفي کېدو پيل شوې لړۍ «خپلسري» بولي. سیاسي شنونکي محمد ابراهیم رحیمي دویچه ویله ته وویل، افغانان له موازي حکومتونو خورا ناوړې خاطرې لري: «همدا اوس درې حکومتونه دي د غني حکومت، د طالبانو او اوس هم د ثبات او همپالنې حکومتونه او دمګړی د هرولایت لپاره درې والیان شول، دا به ډير بد عواقب ولري.»

یوناما بیا وايي چې د زور په مټ ناقانونه کړنې سولې ته د افغانانو د رسېدو هیلې زیانمنوي.
یوناما بیا وايي چې د زور په مټ ناقانونه کړنې سولې ته د افغانانو د رسېدو هیلې زیانمنوي.انځور: AP

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د افغان سیاستوالو ترمنځ د لېدلو او ناستو لړۍ هم روانه ده. په دې ترڅ کې پخوانی ولسمشر حامد کرزي د جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف کور ته ورغلی ؤ. د کرزي له دفتره خپره شوې ویناپاڼه وايي، په دې کتنه د سولې پر بهیر او د ټاکنیزو ناندریو په سبب له رامنځته شوي کړکیچه د راوتلو پر لارو چارو خبرې وشوې.

اسماعیل شاکر – کابل