1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: د ترمپ پلانونه تر اوباما ښه چانس لري

۱۳۹۶ شهریور ۳۰, پنجشنبه

ولسمشر محمد اشرف غني، د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې د افغانستان د جګړې ګټلو له پاره به د دونالد ترمپ ستراتیژي کار ورکړي. په داسې حال کې چې د اوباما پالیسي ناکامه شوې وه. غني د ترمپ ادارې د پالیسۍ ځیني جزئیات یاد کړي دي.

https://p.dw.com/p/2kQ3y
Ashraf Ghani Archivbild November 2014
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai

رويترز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چي افغان ولسمشر دا هم ویلي دي چې د امریکا متحدو ایالاتو پخواني ولسمشر بارک اوباما «په افغانستان کې پارټنر (شریک) نه درلود.» په دې سره په ضمني توګه پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ته اشاره وه چې د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې یې په څرګند ډول د متحدو ایالاتو د پالیسو او د متحدو ایالاتو په مشرۍ د نړیوال پوځ سره مخالفت کاوه.

غني په نیویارک کې د آسیا ټولنې، ته په خپله وینا کې وویل: «ولسمشر ترمپ یوازې یو فرد نه دی، (بلکې) په افغانستان کې د شریکانو یو ټیم دی.» محمد اشرف غني دا مهال په نیویارک کې دی چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون په موخه هلته تللی وو. غني ویلي دي: «د ترمپ د ادارې ستراتیژي، زموږ سره د پراخو مشورو بې ساریتوب لري.»

په عین وخت کې غني ویلي دي چې د طالبانو پر پرمختګ سربیره هم، د بارک اوباما دې پریکړې چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونه پاتې شي، زموږ بقا تضمین کړه.

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې تر۳۰۰۰ زیات اضافي امریکایي عسکر د نوې ستراتیژۍ له مخې په افغانستان کې ځای پر ځای کیږي. په دې سره په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شمیر تر۱۴۰۰۰ واوړي. دا په داسې حال کې ده چې د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال یو وخت په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیر تر۱۰۰ زرو اوښتی وو.

که څه هم ترمپ د خپلې ستراتیژۍ په هکله ډیر جزئیات نه دي ورکړي خو د طالبانو پر وړاندې یې په پوځي عملیاتو کې زیاتوالی راوستې او په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو د مهال ویش له پاره کومه نیټه ځانګړې نه کړه.

نوموړی خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکي دي چې ترمپ همداشان د پاکستان پر وړاندې په سخت دریځ غوره کولو پریکړه وکړه چې ځیني امریکايي چارواکي وایي چې پاکستان طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو ته پناه ورکوي. خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د اوباما له ستراتیژۍ څخه د ترمپ ستراتيژي څه توپیر لري افغان ولسمشر وویل چې د ترمپ پلانونه د امنیت په برخه کې «سیمه ایز روش» او د پاکستان پر وړاندې سخت دریځي رانغاړي او همداشان د سولې د خبرو اترو له پاره د نوي فرصت امکان برابروي.

غني ویلي دي چې پاکستان ته دا پیغام چې په سیمه کې بامسوولیته ونډه واخلي او د تروریزم پر وړاندې مبارزه وکړي، پخوا هیڅکله داسې روښانه نه وو: «زه چې د پاکستان حکومت، امنیتي دستګاه ته کوم وړاندیز کوم، هغه یوه هراړخیز دیالوګ ته رابلل دي.»

غني ویلي دي: «که چیرې پاکستان له دې فرصت څخه کار وا نه خلي، نو زما په آند د دې به لویه بیه ورکړي.» خو بې له دې چې په دې هکله کوم جزئیات وړاندې کړي. غني یادونه کړې چې «افغانستان جګړې ته مصمم دی او هیڅوک باید له هیواد څخه زموږ د دفاع اراده تیروتنه ونه ګڼي.»

د ۸۰ سلنه خاورې تر کنترول لاندې راوستلو پلان

که څه هم د متحدو ایالاتو ولسمشر ترمپ د افغانستان د ستراتیژۍ په هکله څه نه دي ویلي خو افغان ولسمشر په یوه راډیويي مرکه کې په دې هکله ځیني جزئیات وړاندې کړي دي.

د نیشنل پبلک راډیو، سره په یوه مرکه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې ده محمد اشرف غني ویلي دي چې د ترمپ اداره پلان لري، څو په څلورو کلونو کې د افغانستان ۸۰ سلنه خاوره بیرته د افغان حکومت تر کنترول لاندې راشي.