1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: د افغانستان د پوليسو اکاډمي د جنرال رازق په نوم کیږي

۱۳۹۸ مهر ۲۶, جمعه

افغان ولسمشر اشرف غني د جنرال عبدالرزاق د ترور د لومړي تلين په مناسبت غونډه کې وويل چې د افغانستان د پوليسو اکاډمي د جنرال عبدالرازق په نوم نومول کيږي. جنرال عبدالرازق د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر په ۱۸مه په کندهار کې ترور شو.

https://p.dw.com/p/3RVGv
Afghanistan - Polizeichef der Proninz Kandahar Afghanistan, Abdul Raziq
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال عبدالرزاق د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر مياشتې په اتلسمه په کندهار کې د دغه ولايت د والي له دفتر څخه د يوې رسمې غونډې څخه د راوتلو پر وخت د يوه شکمن سرتيري له خوا په ډزو ووژل شو.

نن (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر ۱۸مه) په کابل کې د هغه د وژنې د لومړنی تلين غونډه جوړه شوې وه چې په کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم ګډون درلود. پر قوماندان رازق باندې د ۲۰۱۷ م کال په می مياشت کې د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کميټې له خوا د بشري حقونو د نقضولو تور پورې شوی وو چې له کبله يې د هغه د قضايي تعقيب غوښتنه هم شوې وه.

د ارګ فيسبوک پاڼې ليکلي چې ولسمشر غني په دغو مراسمو کې د جنرال رازق ستاينه وکړه او هغه يې د «افغانستان د دفاع اتل شهيد» ياد کړ. غني وويل: «جنرال صاحب رازق يو وطنپال او داسې جنرال وو چې په ټولو خلکو ګران وو.» افغان ولسمشر د خپلو خبرو په دوام وويل چې ټول افغان ښځې، ماشومان او سپين ږيري هغه د وطن يو واقعي سرتيری بولي.

ولسشمر غني په دغو مراسمو کې زیاته کړه چې د افغانستان د پوليسو اکاډمي به د جنرال رازق په نوم ونومول شي. ارګ د غني له قوله په دې اړه داسې ليکلي: «د شهید سترحنرال عبدالرازق د سرښندنو په درناوي او د نوموړي د اتلولیو د ژوندي ساتلو په خاطر، د افغانستان د پولیسو اکا‌‌‌‌‌‌ډمي د شهید جنرال عبدالرازق په نوم نومول کېږي.»

جنرال عبدالرازق اڅکزی يو له هغو افغان پوځي افسرانو څخه وو چې د پاکستان او طالب وسلوالو پر ضد يې ډير تُند او سخت دريځ درلود. نوموړی څو ځله د طالبانو له بريدونو څخه روغ وتلی وو.

 نوموړی په ۱۳۵۸ لمريز کال د کندهار په سپين بولدک کې زيږيدلی وو. هغه په ۲۰۰۲ م کال کې د افغانستان امنيتي ځواکونو په ليکه کې ورګډ شو او هغه مهال يې په سپين بولدک ولسوالۍ کې د پاکستان پر پوله د سرحدي پوليسو د قومندان په توګه دنده ترسره کوله. جنرال رازق په ۲۰۱۱م کال کې د کندهار د هغه وخت امنيه قومندان خان محمد مجاهد تر وژل کيدو وروسته د هغه ځای ناستی وټاکل شو.

د جنرال رازق وژنې د افغانستان په کچه غبرګونونه له ځانه سره درلودل. په ځينو ولایتونو کې د هغه په درناوي واټونه د هغه په نوم ونومول شول. په ورستیو ورځو کې په کندز ښار کې هم د جنرال عبدالرازق په نوم جوړ شوی يو څلور لاری پرانيستل شو.