1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني: د آزادو شوو کسانو په بدل کې مو پیسې نه دي ورکړي

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۱, دوشنبه

ولسمشر محمد اشرف غني، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په زابل کي د ۳۱ تنو برمته شویو افغانانو څخه يې ۱۹ آزاد شوي دي. هغه وویل چې د دغو کسانو د آزادۍ په بدل کې برمته کوونکو ته پیسې نه دي ورکړل شوي.

https://p.dw.com/p/1FOAj
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

غني په کابل کې خپل خبري کنفرانس په دې جملې سره پیل کړ: «زه نن ډیر خوشحاله یم چې اعلان کوم زموږ ۱۹ تنه هیوادوال آزاد شوي دي.»

دغه ۱۹ تنه هزاره افغانان له ۱۲ تنو نورو سره د روان کال د فيبروري مياشتي پر ۲۳ نېټه په زابل ولایت کې د ناپیژندل شویو وسله والو کسانو له خوا برمته شوي ول. که څه هم افغان حکومت په لومړي سر کې هڅه وکړه چې دغه کسان د پوځي عملیاتو په زور آزاد کړي خو و نه توانیدل او تر دوو مياشتو وو دوو اونيو وروسته يې ۱۹ تنه د یوې تبادلې په پایله کې آزاد کړل.

ولسمشر غني د تبادلې په اړه وویل: «څو موضوعګاني غواړم واضیح کړم. لومړی د دغو کسانو د آزادي په بدل کې هیڅ ډول پیسې نه دي ورکړل شوي. هیڅ داسي څوک چې د جرم او یا د جرم د تثبیت پر اساس چې نن په زندان کې وي تبادله شوي نه دي. د دولت سیاست د مجرمینو د تبادلې پر اساس نه دي او په راتلونکې کې به هم نه وي.»

غني وویل کله په تیر ژمي کې په بدخشان ولایت کې واوره وښوېده، نو د دغه ولایت د غرونو په سمڅو کې یو شمیر بهرني اتباع موجود ول. د هغه په خبره کله چې افغان مرستندویه سازمانونه له دغو کسانو سره د مرستې له پاره سیمي ته ولاړل نو یو شمیر بهرنیو اتباعو ځانونه والوزول چې بیا یې مړي په هماغه ځای کې خښ شول.

غني وویل چې په همدې وخت کې یو شمیر بهرني ماشومان چې بې سرپرسته شوي ول هم د ملي امنیت ادارې میلمستون ته ولیږدول شول چې له برمته شویو کسانو سره د مذاکراتو په پایله کې د دې ماشومانو کورني ارتباطات مشخص شول او د برخلیک په اړه یې پریکړه وشوه.

تر دې دمخه خبري آژانسونو ویلي ول چې ۱۹ تنه آزاد شوي افغانان د یو شمیر ازبکانو په بدل کې چې په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم شامل دي، آزاد شوي دي.

ولسمشر غني وویل چې د پاته ۱۲ تنو برمته افغانانو د آزادولو له پاره هم هڅي رواني دي.

ویل شوي دي چې د برمته شويو کسانو تبادله د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې شوې ده. د دې ولسوالۍ اوسیدونکو دویچه ویله ته ویلي دي چې له تیرې جمعې ورځې راهیسې په دې سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو د څرخي الوتکو تګ راتګ ډیر شوی وو. هغوی زیاته کړې ده چې تبادله کیدای شي د دې ولسوالي په ليرو کلو کې د دوشنې په ورځ شوې وي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې امنیتي مسایل باید په تدبیر سره مدیریت شي. هغه وویل چې که دولت د دغو کسانو په اړه څه نه ویل دا په دې معنی نه وه چې د هغوی د آزادۍ هڅې یې نه کولې.

له بلې خوا د برمته شویو کسانو کورنۍ ډیري خوشحاله دي. د یوه برمته شوي کس دوست جواد، چې له ولسمشرۍ سره د تحسن په خیمه کې وخت تیروي، د دې خبر په اوریدو سره وویل: «تر هغه وروسته چې تر خیمې لاندي مو ۸۰ ورځې تیري کړي او د هغوی پیغام ته په تمه وو، نن يې د آزادۍ شاهدان یو. غږ یې اورو او انځورونه يې وینو.»

د یوه بل برمته شوي کس مور بي بي عایشه، هم وایي چې د دغو کسانو په آزادۍ خوشحاله ده خو هیله لري چې پاتې ۱۲ تنه هم آزاد شي: «د نړۍ تر ټولو ښه خوشحالي ده زموږ له پاره. له خدایه غواړم چې پاته ۱۲ تنه هم آزاد شي. د هغوی له پاره په اندېښنه کې یم.»

دا په داسې حال کې ده چې د غزني ولایت استازي عارف رحماني، دویچه ویله ته ویلي دي چې پاته ۱۲ تنه به هم په نژدې وخت کې آزاد شي.