1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني خپل لومړی بهرنی سفر چین ته کوي

مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۳۰, چهارشنبه

اشرف غني احمدزي د افغانستان د ولسمشر په توگه د خپل لومړي بهرني سفر له پاره د چین هیواد انتخاب کړی دی. د ارگ له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې دغه سفر د چین د ولسمشر تر رسمي بلنې وروسته پلان شوی دی.

https://p.dw.com/p/1DZem
انځور: picture alliance/AP Photo/Massoud Hossaini

د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي، له دفتر څخه د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۲۱مه نیټه) په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې هغه به په راتلونکې اوونۍ کې د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ چین ته سفر وکړي. په بیانیه کې زیاته شوې ده: «جمهور رئیس احمدزی به چین ته د خپل دغه درې ورځني سفر په ترڅ کې له خپل چینایي سیال شي جین پینګ، سره پر کتنې سربیره د چین له صدراعظم او د پارلمان له رئیس سره هم وګوري.»

چین او افغانستان په وروستیو ۱۲ کلونو کې پیاوړي اقتصادي اړیکې رامنځته کړې دي. چین پر دې سربیره د افغانستان د کانونو لویې پروژې هم ترلاسه کړې خو تر اوسه پورې په دې برخه کې جدي کار نه دی پیل شوی.

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې دواړه هیوادونه به په دې سفر کې د گډې همکارۍ څو موافقې لاسلیک کړي: «د دغه سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو د جمهورو رئیسانو په حضور کې د افغانستان او چین ترمنځ د همکارۍ څو موافقه لیکونه هم لاسلیک شي.»

ولسمشر غني د خپلو کمپاینونو په ترڅ کې د افغانستان پر اقتصادي ودې ټینگار کړی دی او په دې برخه کې یې د سیمې او نړۍ د لویو اقتصادي ځواکونو لکه چین او هندوستان پر ونډې باندې ټینگار کړی. افغان ولسمشر به چین ته په خپل سفر کې د دې هیواد او هلته له میشتو افغان پانگوالو سره لیدنې کتنې وکړي. له ارگ څخه په خپرې شوې بیانیه کې زیاته شوې ده: «جمهور رئیس احمدزی به د چین د خلکو جمهوریت ته د دغه رسمي سفر په څنډه کې د افغان او چینایي پانګوالو او سوداګرو په غونډه کې ګډون وکړي او د دغه هېواد له سترو تاسیساتو او بنسټونو څخه به هم لیدنه وکړي.»

ولسمشر غني د خپلې کاري دورې له پیلولو سره په یو لړ اصلاحاتو او اداري فساد پر وړاندې مبارزې لاس پورې کړی دی. هغه د ولسمشر په توگه په لومړیو ورځو کې د کابل بانک دوسیه پرانیسته او ژمنه یې وکړه چې ډیر ژر به د دې بانک ورکې شوې پیسې وموندي او مسوول کسان به د قانون منگولو ته وسپاري.

همداراز ولسمشر غني به چین ته د خپل سفر پر مهال د پیکینگ ښار په شینهوا پوهنتون کې وینا وکړي او په یوه ګردي میزکې به له یو شمېر کار پوهانو سره د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو، سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په باب خبرې وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب