1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزنی: د بې وزلو ماشومانو د تعلیم له پاره یو نوی ابتکار

Shams Ur Rahman Nasir۱۳۹۹ مرداد ۵, یکشنبه

له ایران څخه یوه راستانه شوي ځوان ځواک قادري د بې وزله او یتیمو ماشومانو د زدکړې له پاره پر یوه نوي ابتکار لاس پورې کړی دی. نوموړی د دغو ماشوماتو د ښوونې او روزنې ترڅنګ هغوی ته یوه اندازه نقدې پيسې هم ورکوي. نور جزئیات په غږیز رپوټ کې اوریدلی شئ:

https://p.dw.com/p/3fvXn

په غزني ولایت کې دغه بی وزله او یتیم ماشومان د ښار له بیلابیلو ځایونو او واټنونو څخه دلته راوړل شوي او هره ورځ ورته تعلیم او روزنه ورکول کیږي.

Afghanistan Bildungsförderung für Arbeiterkinder
انځور: Mohammad Aref Rapand

 

دغه ماشومان زیاتره د غزني ولایت د جنګځپلو ولسوالیو اوسېدونکي دي او جنګونه او دښمنۍ يې د کورونو سرپرستان ورڅخه اخیستي دي.

Afghanistan Bildungsförderung für Arbeiterkinder
انځور: Mohammad Aref Rapand

 

د دغو ماشومانو د هر یو د ژوند کیسې له غمونو او کړاونو ډکې دي. ځینو يې پلار له لاسه ورکړی خو ځینو خپله مور او یا یي دواړه والدين له لاسه ورکړي وي

Afghanistan Bildungsförderung für Arbeiterkinder
انځور: Mohammad Aref Rapand

میرویس اسلمي/ غزنی