1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

 «غزني د ځايي چارواکو د معاملې په نتيجه کې سقوط شوی»

۱۴۰۰ مرداد ۲۱, پنجشنبه

رپوټونه وايي چې طالبانو د خپلو پرمختګونو په لړ کې د غزني ولایت مرکز هم نیولی دی. غزني پلازمینې ته لومړنی تر ټولو نژدې ولایت دی چې مرکز يې طالبان نیسي. دا د افغانستان لسم ولایت دی چې مرکز يې د طالبانو لاسو ته لوېدلی دی.

https://p.dw.com/p/3ysdp
Afghanistan Ghazni | Taliban Kämpfer
انځور: Gulabuddin Amiri/AP Photo/picture alliance

د غزني د ولايتي شورا غړی حسن رضا يوسفي وايي چې وسلوالو طالبانو د تیرې ورځې مازيګر پنځو بجو د غزني پر مرکز بریدونه وکړل خو امنيتي ځواکونو ته د پوځي مرستو د نه رسیدلو له کبله دغه ښار د طالبانو لاس ته ولويد. هغه دویچه ویله سره په خبرو کې وويل: «امنيتي ځواکونو نن شپه په ډيره ميړانه جګړه وکړه، خو متاسفانه غزني نن سقوط وکړ.»

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند میروس ستانکزی وايي چې په غزني ښار کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه لا روانه ده.

د غزني د ولایتي شورا دغه غړي وویل چې جګړه پرون ماښام په پنځو بجو ډيره شدیده شوه چې شپې تر دولس بجو پورې د ښار کمربندي پوستې خالي شوې. د هغه په وینا سهار په څلورو بجو يو ځل بیا شدیده جګړه پیل شوه چې امنیتي ځواکونو تر اتو بجو پورې مقاومت وکړ، اما وروسته له هغې امنيتي ځواکونو د غزني د والي، امنیه قوماندان او د امنیت رئيس په ګډون سیمه پريښوده. یوسفي وويل: «د غزني والي کابل ته رسیدلی دی. طالبانو د غزني والي تر میدان ښار پورې بدرګه کړ.»

Afghanistan Ghazni | Taliban Kämpfer
انځور: Gulabuddin Amiri/AP Photo/picture alliance

د یوسفي په خبره اوس مهال د غزني د ولایت مقام، امنيه قوماندانۍ او د ملي امنيت ریاست ودانۍ د طالبانو په ولکه کې دي او يو شمیر امنيتي ځواکونه د صفر شپږ قطعې په امنيتي ټولي کې راټول شوي او د مرکز هدایت ته په تمه دي.

د یوسفي په خبره د تیرو دوو ورځو جګړو پر مهال د طالبانو په ډزو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله رسیدله او یو شمیر کورنۍ بيځایه شوي هم دي. هغه زیاته کړه چې طالبانو او امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې: «د امنيتي ځواکونو ټپيان کابل ته انتقال شوي دي.»

د غزني د ولایتي شورا يوه بل غړي امان الله کامراني اسوشتید پریس ته ويلي دي چې اوس هم په دغه ولایت کې د امنيتي ځواکونو دوه بيزونه پاتې دي. دغه بیزونه د غزني ښار څخه بهر موقعیت لري.

د غزني د ولایتي شورا غړي په دې باور دی چې د غزني ښار د دغه ولایت د چارواکو د یوې معاملې په نتیجه کې سقوط شوی دی. کامراني تور ولګاوه چې «د غزني والي او امنیه قوماندان طالبانو سره یوه معامله  وکړه چې د غزني تر تسلیمدو وروسته هغوی تيښتې ته پريږدي.»

غزني د کابل - کندهار د لويې لارې پر سر او پلازمينې کابل ته د سويل لويديځ په استقامت یوازې په ۱۳۰ کیلومترۍ فاصله کې پروت دی. په دې حساب دا د کابل ته تر ټولو نژدې پروت ولایت دی چې مرکز يې طالبان نیسي. د غزني له سره تیره شوې لویه لار، پلازمينه کابل د افغانستان له سويلي ولایتونو سره نښلوي.