1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: په کشمیر کې به د هند هر ډول تیري ته ځواب ووایو

۱۳۹۸ مرداد ۲۳, چهارشنبه

د چهارشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هند ته خبرداری ورکړی دی چې پاکستان، د کشمیر په سیمه کې د هر ډول تیري پر وړاندې غبرګون ښوولو ته چمتو دی. عمران خان د کشمیریانو د ملاتړ له پاره کشمیر ته ورغلی دی.

https://p.dw.com/p/3NtG5
Pakistan Imran Khan in Kaschmir
انځور: AFP/Getty Images

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د هندوستان او پاکستان تر منځ اړیکې هغه وخت لا پسې ترینګلې شوې چې نوي ډهلي له کشمیر څخه نیمه خپلواکه حیثیت بیرته واخیست.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چهارشنبې په ورځ د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر ته سفر وکړ، څو د خپل هیواد د خپلواکۍ ورځ هلته ولمانځي. عمران خان د کشمیر په مرکز مظفر آباد کې په یوه تلویزوني وینا کې وویل: «د پاکستان اردو قوي معلومات لري چې هغوی [هند] په پاکستاني کشمیر کې یو څه کول پلانوي او دوی یې کلک ځواب ورکولو ته چمتو دي.»

عمران خان په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه: «موږ پریکړه کړې ده که چیرې هند د هر ډول سرغړونې مرتکب شي، موږ به تر آخره جګړه وکړو.»

عمران خان دغه ډول سختې څرګندونې وروسته له هغې کوي چې پاکستان تیره اوونۍ په دغه شخړه کې پوځي انتخاب رد کړی وو.

عمران خان د پاکستان د خپلواکۍ په مناسبت وینا کې وویل: «اوس وخت رارسیدلی دی چې تاسو ته درس درکړل شي.»

د نوي ډهلي له لوري له کشمیر څخه د نیمه خپلواکۍ حیثیت د بیرته اخیستو وروسته، پاکستان د دغه پریکړې د بیرته پر شا کولو له پاره دیپلوماتیکي هلې ځلې هم پیل کړي دي او په دې تړاو یې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه د کشمیر د موضوع په هکله د یوې بیړنۍ ناستې د رابللو غوښتنه کړې ده، څو په خبره یې د هند «غیر قانوني» اقدام ته ځواب وویل شي.

د څو ورځو راهیسې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وضعیت ترینګلی دی.
د څو ورځو راهیسې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وضعیت ترینګلی دی. انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Anand

پاکستان همداشان په دې هیواد کې د هندوستان سفیر اخراج کړ او پر دې سربیره یې له هندوستان سره دوه اړخیزه تجارت او ترانسپورتي خدمات هم ودرول. خو کارپوهان پر دې آند دي چې دغه ډول اقدامات به نوی ډهلی له خپلې پریکړې پر شا نه کړي.

د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په سرینګر ښار او نورو سیمو کې په زرونو هندي عسکر ځای پر ځای کړل شوي دي. پر دې سربیره په دغه سیمه کې ګرځبندیز هم وضع شوی دی او تلیفوني او انټرنیټي خدمات د باالقوه ناکررایو د ځپلو له پاره قطع شوي دي.

هندي چارواکو هوډ څرګند کړی دی چې د پنجشنبې په ورځ د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو وروسته به د تګ راتګ په برخه کې لګول شوي محدودیتونه راکم کړی شي.

هندوستان ویلي چې تر اختر وروسته به وضع شوي محدودیتونه نرم کړي.
هندوستان ویلي چې تر اختر وروسته به وضع شوي محدودیتونه نرم کړي. انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Anand

د دوشنبې په ورځ هندي عسکرو په کشمیر کې په ګرځبندیز کې یو څه نرمښت راوست څو مسلمانان د اختر د لمانځه د ادا کولو له پاره ځیني مسجدونو ته ورشي او ځیني دوکانونه د کم وخت له پاره پرانیستل شي.

پاکستان او هند له اوو لسیزو څخه د زیاتې مودې راهیسې د کشمیر پر سر تل شخړې کوي. کشمیر د هند او پاکستان تر منځ ویشل شوی دی. په ۱۹۴۷م کال کې له بریتانيا څخه د خپلواکۍ اخیستو وروسته، پاکستان او هند د کشمیر پر سر درې وارې جګړې هم کړي دي.