1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان له ترمپ څخه د مذاکراتو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۱۳۹۸ مهر ۲, سه‌شنبه

د پاکستان لومړي وزير عمران خان، له ولسمشر ترمپ سره په خبرو کې ويلي چې په افغانستان کې ثبات د پاکستان د ثبات له پاره ډېر اړين دی. خان له امریکایي ولسمشر څخه وغوښتل چې له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړي.

https://p.dw.com/p/3Q8YO
USA UN-Vollversammlung in New York Treffen Trump - Khan
انځور: Reuters/J. Ernst

عمران خان د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ، سره په يوه گډه خبري غونډه کې وويل چې افغانستان د پاکستان له پاره ډېر مهم دی. هغه  زياته کړه چې د افغانستان ثبات د پاکستان د ثبات په معنی دی او له ولسمشر څخه یې له طالبانو سره د خبرو اترو د بيرته پېلولو غوښتنه وکړه.

عمران خان ولسمشر ترمپ ته وويل چې دی غواړي ورسره د افغانستان، هند او کشمير او همدارازا ايران په اړه خبرې وکړي ځکه چې درې واړه هېوادونه د پاکستان گاونډيان دي. خو ترمپ د افغانستان په اړه په خپلو خبرو کې کومه داسې ژمنه ونه کړه چې له مخې یې له طالبانو سره په ټپه دریدلي مذاکرات بیا پیل شي.

عمران خان له ولسمشر ترمپ سره د کشمير د وضيعت په اړه هم خبرې وکړې .نوموړي د کشمير په قضيه کې د امريکا متحده ايالاتو د مرستې غوښتنه وکړه. خان وويل: «د نړۍ ځواکمن هېواد مسئوليت لري.» نوموړي په جمو او کشمير کې د هند کړنې «محاصره» وبلله او خبرداری یې ورکړ چې «دا شخړه به لا پسې پراخه شي».

ولسمشر ترمپ بیا روښانه کړه چې که دواړه هیوادونه، هند او پاکستان، ترې وغواړي نو دی چمتو دی چې د کشمیر په موضوع کې منځګړیتوب وکړی. عمران خان له ترمپ سره تر لیدنې مخکې د بهرنيو اړيکو د کونسل په نوم سازمان له خوا په جوړه شوې غونډه کې وويل: «زه له ولسمشر ترمپ سره گورم، زه به هغه ته ووايم چې وگورئ [د افغانستان شخړه] به هیڅ پوځي حل ونه لري.»

عمران خان زياته کړه: «که [امريکا] په ۱۹ کلونو کې کاميابه نه شوه نو په دې نورو ۱۹ کلونو کې هم نه شي کاميابيدلی.»

ترمپ د امريکا د تاريخ د تر ټولو اوږدې جگړې چې په نيويارک کې د سپتمبر د ۱۱ نيټې د بريدونو وروسته پېل شوې وه، د ختمولو غږ کړی وو او لوړ پوړې امريکايي ديپلومات زلمی خلیلزاد له وسله والو طالبانو سره د کابو يو کال تر مذاکراتو وروسته له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د راايستلو پر سر موافقې ته نزدې شوی وو. خو ترمپ دغه مذاکرات په ناڅاپي توگه ختم اعلان کړل او د تويتر له لارې یې دا خبره هم افشا کړه چې د طالبانو مشران یې امريکا ته بللې وو خو په کابل کې تر يوه بريد وروسته چې يو امریکايي عسکر په کې ووژل شو، هغوی ته یې ورکړل شوې بلنه لغوه کړه.

عمران خان چې ويل کیږي حکومت یې پر طالبانو نفوذ لري، منلې چې د ترمپ  ژر تغيريدونکي ديپلوماسي هغه انديښمن کړی دی. هغه وويل: «موږ د ورځپاڼې له لارې په دې خبره خبر شو. لږ تر لږه له موږ سره خو به یې دغه خبره شريکه کړې وای.» 

عمران خان چې ډېره موده یې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د تندلارو پر ضد پر پوځي عملياتو او د بې پېلوټه الوتکو پر بريدونو نيوکې کولې دا امکان رد کړ چې د نړيوال ځواکونو د وتلو په صورت کې به طالبان وکولی شي د افغانستان حکومت ته سقوط ورکړي. هغه زياته کړه: «زه فکر نه کوم چې طالبان دې دومره وړتيا ولري چې ټول هېواد کنترول کړي. زه فکر کوم چې هغوی به توافق وکړي.»

عمران خان زیاته کړه: «زه په صادقانه توگه باور لرم چې دا د ۲۰۰۱م کال طالبان نه دي. اوس ډېر څه پيښ شوي دي. زه فکر کوم چې هغوی به اوس ډېر څه ته غاړه کښيږدي.»

bs/nz (afp)