1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان ترمپ ته: د افغانستان د سولې پروسه مو لومړيتوب دی

۱۳۹۸ بهمن ۲, چهارشنبه

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ ويلي دي چې هيواد یې د کشمير پر سر د پاکستان او هند ترمنځ پرمختگونه له نزدې څاري او په دې مسئله کې د مرستې له پاره چمتو دی. عمران بيا ويلي چې د افغانستان د سولې پروسه یې لومړيتوب دی.

https://p.dw.com/p/3Wcqw
2020 WEF Davos Trump mit Khan
انځور: Reuters/J. Ernst

د سويس په داووس ښار کې د نړيوال اقتصادي فورم «دبليو ای ايف» په غونډه کې د گډون له پاره د پاکستان لومړی وزير عمران خان هم هلته رسیدلی دی. نوموړي هلته د امريکا متحده ايالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره وکتل چې د دواړو مشرانو د ملاقات فضا ډېره ښه وه. په دې ترڅ کې تر رسمي خبرو د مخه ولسمشر ترمپ وویل چې د هغه له پاره تجارتي او سرحدي چارې د دې خبرو مهمې موضوگانې دي.

خو لومړي وزير عمران خان بيا ويلي دي چې د افغانستان د سولې پروسه یې لومړيتوب دی. هغه څرگنده کړې ده چې د افغانستان د شخړې په هکله پاکستان او امريکا يو دريځ لري.

د رويترز خبري آژانس په حواله ولسمشر ترمپ وويل: «پر تجارت به ډېر تمرکز وکړو، موږ په ځينو سرحدي سيمو کې هم گډ کار کوو او د کشمير په اړه هم خبرې کوو چې په پاکستان او هند کې په دې هکله څه کيږي. که چېرې موږ په دې ترڅ کې کومه مرسته وکولای شو نو هرو مرو به یې وکړو. موږ دا مسئله له نژدې څارو او پر هر اړخ مو يې نظر دی.»

ولسمشر ترمپ تر دې مخکي هم د کشمير په شخړه کې د منځگړيتوب خبره کړې وه، خو نوموړي هغه مهال هم روښانه کړې نه وه چې څرنگه مرسته به وکړي.

د پاکستان لومړي وزير عمران وويل چې له هند سره یې اړيکي مهمي دي، خو دمگړۍ د هغه لومړيتوب افغانستان دی. هغه وويل: «دا چې امريکا او پاکستان دواړه د افغانستان په اړه انديښمن دي، نو له همدې کبله په اصل کې د افغانستان موضوع مهمه ده. دواړه هيوادونه په افغانستان کې د سولې راتگ ته ليوال دي او غواړي چې له طالبانو او افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي.»

ولسمشر ترمپ په دې ترڅ کې عمران خان خپل دوست وباله او ویې ويل چې له نوموړي سره په دويم ځل ليدو ډېر خوښ دی. هغه زياته کړه چې اوسمهال د امريکا او پاکستان روابط ډېر ښه دي او دواړه هیوادونه تر دې مخکي هیڅکله هم دومره نژدې نه ول. له هند سره د اړيکو او د کشمير د شخړې په هکله د خبرو پر وخت عمران هیله څرگنده کړه چې امريکا په دې برخه کې ډېر مهم نقش لرلای شي.

د هند او پاکستان ترمنځ کشمير يوه مهمه شخړه ایزه موضوع ده او تېر کال د دواړو هيوادونو اړيکي هغه وخت نوري هم خرابې شوې چې هند د کشمير ځانگړی نيمه خپلواک حیثيت لغوه کړ. له هغه وخت راهيسې د کشمير د شخړې د حلولو په برخه کې دا د ترمپ د مرستې څلورم وړاندیز دی، خو هند وايي چې کشمير دوه اړخیزه موضوع ده او نه غواړي چې کوم دريمگړی پکې مداخله وکړي.

(B.S/N.Z(Reuters,urd