1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

عمر زاخيلوال: ‌کریکټ سیاسي کېدو او تکراري مقرریو کمزوری کړی

۱۳۹۸ خرداد ۲۳, پنجشنبه

په اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر او د کریکټ بورډ پخواني مشر حضرت عمر زاخیلوال په نړیوال جام کې د افغانستان پر کمزورې لوبې نیوکه کړې او وايي چې سیاسي ناندریو او تکراري مقرریو ملي لوبډله کمزورې کړې ده.

https://p.dw.com/p/3KJcR
Afghanischer Botschafter in Pakistan Omar Zakhilwal
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem

په وروستیو کلونو کې د پاکستان له پاره د افغانستان ځانګړي استازي او په اسلام آباد کې پخواني سفیر چې د یوې مودې له پاره یې د کریکټ بورډ مشري هم پر غاړه لرله د کریکټ په نړیوال جام کې د افغانستان لوبډله کمزورې بللې ده. زاخيلوال پر خپله شخصي ټویټر پاڼه د کریکټ ملي لوبډلې وروستیو ماتو ته په اشارې سره ویلي چې ملي لوبډله د تېرو کلونو په پرتله کمزورې شوې ده.

زاخيلوال چې اوس په افغان حکومت کې کومه رسمي دنده نه لري، د ملي لوبډلې د پرله پسې ماتو په هکله لیکلي: «د کریکټ نړیوال جام په سیالیو کې زموږ د ملي ټیم د تیرو څو کلو په پرتله تر ټولو کمزورې لوبې خواشینونکي دي. خو ستونزه په لوبغاړو کې نه بلکې د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ په سیاسي کولو او پر سر یې په سیاسي تکراري مقرریو کې ده.»

افغانستان د روانې جون میاشتې په ۱۵ نیټه له سویلي افریقا سره د لوبې ډګر ته کوزیږي. افغانستان او سویلي افریقا د نړیوال جام د لوبډلو په ډله کې په وروستي مقام کې دي. سویلي افریقا تر اوسه پورې څلور لوبې کړي چې له دې ډلې یې درې بایللي او څلورمه لوبه یې د باران له کبله ترسره نه شوه. افغانستان بیا تر اوسه پورې درې لوبې کړي او په ټولو لوبو کې له ماتې سره مخ شوی دی. 

سربیره پر دې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ویلي دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني بریتانیا ته سفر کوي چې د نورو تر څنګ د افغانستان او انګلستان تر منځ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د کریکټ لوبه له نزدې وویني. د لوبو شنونکي په دې باور دي چې د ولسمشر غني حضور ښايي د کرکیټ د ملي لوبډلې روحیه لوړه کړي او د سویلي افریقا ماتو ته په کتو سره اټکل کوي چې افغانستان به دا ځل غوره لوبه وکړي څو خپله لومړۍ بریا تجربه کړي.

ICC Cricket World Cup Afghanistan -  Neuseeland
انځور: Getty Images/AFP/S. Khan

په نړیوال جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې د ماتو او کمزورو لوبو په هکله د زاخيلوال څرګندونې داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې کریکټ بورډ ځینې بدلونونه اعلان کړل. د تیرې سې شنبې په ورځ د کریکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي په کابل کې د یوې خبرې غونډې پرمهال سناتوره نورګلالۍ صافۍ، د ښارونو جوړولو وزیر احمد جواد پیکار، د ولسمشر غني مشاور ضیاالحق امرخیل او په پاکستان کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل، د کریکټ بورډ د غړو په توګه غوره کړل.

په دې غونډه کې د کریکټ بورډ مشر د کریکټ بورډ په غوراوي کمیټې کې هم بدلون اعلان کړی وو او روښانه کړې یې وه چې تر دې وروسته به د دولت احمدزي او پاچا حسین پر ځای د افغانستان د نوولس کلنو لوبډلې روزونکی ایندي مولز او په کورني کریکټ کې فعال مجاهد ځدران د دې کمیټې غړي وي.
K.H/B.S

زموږ له آرشیف څخه: