1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عظيمي: په ټول هيواد کي پراخ پوځي عمليات پيليږي

۱۳۸۹ دی ۱۵, چهارشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چي ۲۰۱۱ کال به د طالبانو د پاره ډير سخت او د افغان امنيتي ځواک دپاره به د لاسته راوړنو څخه ډک وي.

https://p.dw.com/p/Qnkf
د ملي دفاع وزارت جنرال عظيمي او د ناټو وياند جنرال بلوتڅ
د ملي دفاع وزارت جنرال عظيمي او د ناټو وياند جنرال بلوتڅانځور: AP

د وزارت وياند ظاهر عظيمي د چهارشنبې په ورځ په کابل کي خبريالانو ته وويل چي د ملي اردو ځواکونو ډيريدل او هغوي په پرمختللو سلاوو مجهزول به ددې سبب سي چي د دولت مخالفين سره تاش په تاشي سي.

عظمي د افغان امنيتي ځواکونو د روزلو او د هغوي د مجهزولو لپاره د نړيوالي ټولني پاملرنه غوښتې چي په وينا يې دا د هيواد د امنيت په برخه کي ډيره اړينه ده.

د دفاع وزارت وياند په ۲۰۱۱ کال کي په افغانستان کي د نوي پوځي پلان څخه پرده پورته کړې او ويلي يې دي چي د کورنيو او بهرنيو ځواکونو په مرسته به په ټول هيواد کي پوځي عمليات پيل سي.

جنرال عظيمي وايي چي په کندهار کي د تيرکال له عملياتو مثبتې اخيستل سوي پايلي ته په کتوسره په دغه پلان کي هم کار اخيستل سوی.

هغه وايي « لومړی، د خلکو ساتنه اوملاتړ، د ښې حکومتوالۍ رامنځ ته کول، د پاکو سووسيموساتل، د اورپکو او جنايت کارو ډلګيو دړي وړي کول».

دغه پراخ پلان سيمه ايزو قل اردوګانو او د پوليسو د مرکزونو مشرانو ته دا اختيار ورکوي چي تر څو وضيعت وڅيړي، ګواښونه و پيژني او د هغوی په وړاندي لازم ګامونه پورته سي.

د دفاع وزارت وياند وايي چي د افغانستان په څير يوه هيواد کي بايد د هرو زرو تنو پر سر شل امنيتي سرتيري شتون ولري.

« همدا اوس اوس د قوتونو له کمښت سره مخامخ يو، په دغو نوو عملياتو کي مو ډيره برخه عمليات په جنوبي ولايتونو کي تر سره کيدونکي دي، لکه هلمند، قندهار، ارزګان، زابل ، فراه ، بادغيس او داسي نورو کې».

د ملي دفاع وزارت وايي چي د اميد په نامه د دغو عملياتو په لړ کي به د ملک شمال پلو هم ډير سرتيري ځای پر ځای کړای سي هغه سيمه چي تير کال پکښي د سرتيرو کمښت وليدل سو.

جنرال ظاهرعظيمي د تير کال په ادامه د پيل سوو پوځي عملياتو پر شدت ټينګارکوي.

« دا عمليات به دوام ومومي، شديت به ومومي، يوازي په شمال او جنوب کي نه بلکي د افغانستان په ټولو هغو سيمو کي به وي چي نا امني ليدل کيږي».

د ملي دفاع وزارت په داسي حال کي په ټول افغانستان کي د يو نيم کلن عملياتي پلان د پيليدو په درشل کی دی چې ټاکل سوې، د همدې کال په جولای مياشت کي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د تدريجې وتلو پروسه پيل سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل