1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراق: وچکالي د نزدې ۳۵۰۰ کلنې زړې ماڼۍ د موندنې لامل سوه

۱۳۹۸ تیر ۷, جمعه

د آلماني او کوردي لرغونپوهانو يوې ډلې د «ميتاني سلطنت» د وخت ۳۴۰۰ کاله پخوانۍ له اسرارونو ډکه ماڼۍ موندلې ده. د آلمان د تيوبينګن پوهنتون په دې تړاو معلومات وړاندي کړل.

https://p.dw.com/p/3LGsv
Ruinen aus den Fluten des Tigris
انځور: picture-alliance/dpa/Uni Tübingen/eScience

د تيوبينګن پوهنتون د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د جون ۲۷مه نیټه) په خپل يو اعلان سره د لرغونپوهانو او عامو خلکو توجه ځان ته جلب کړه. په دغه اعلان کي راغلي چي د آلماني او کوردي لرغونپوهانو له رازونو څخه ډکۍ «ميتاني سلطنت» له دورې سره تړاو لرونکې يوه ماڼۍ موندلې ده. د دغې ماڼۍ لرغونوالی ۳۴۰۰ کال اټکل سوی دی.

دغه کشف د عراق د موصل د کېمون په سيمه کي صرف له دې کبله ممکن سوی چي د وچکالۍ له کبله په دغه سيمه کي د اوبو يو لوی ډنډ دومره وچ سو چي ترې لاندي د لرغونې ماڼۍ آثار څرګند سول.

کوردی لرغونپوه حسن احمد قاسم، چي په دغه پروژه کي يې ونډه لرله د ياد کشف په هکله وايي: »دغه کشف په سيمه کي د تيرو لسيزو تر ټولو مهم لرغونی کشف دی او دغه موندنه د کوردي آلماني همکارۍ د بريا څرګندويي هم کوي.«

له اسرارونو څخه ډکه ماڼۍ

تېر مېلادي کال د لرغونپوهانو يوې ډلې د يادي ماڼۍ د پاتي خرابې او آثارو د ژغورلو له پاره اضطراري کارونه پېل کړل. دا د هغه وروسته چي د تګريس يا دجله رود اړخ ته پرتې د دغې ماڼۍ آثار د لومړي ځل له پاره څرګند سول. دغه ماڼۍ د ميتاني سلطنت د دورې له پاتو ډېر کمو آثارو څخه يوه ده.

د آلمان د تيوبينګن پوهنتون څخه لرغونپوهه ايوانا پولجيز، وايي چي د میتاني سلطنت »په لرغوني نژدې ختيځ کي تر ټولو کمه تحقيق سوې دوره ده«. د دغې کارپوهې په وينا دغه دوره له دومره زياتو اسرارو ډک دی چي آن پلازمېنه يې لا تر اوسه نه ده موندل سوې.
د لرغونپوهانو له پاره له هيجانه ډک خبر

پر دغه ماڼۍ د کار کوونکو لرغونپوهانو ډلې ډېر لږ وخت درلود چي توکي له دغه ځای څخه خوندي ځای ته انتقال کړي. وخت له دې کبله لږ وو چي د اوبو سطحه په چټکۍ سره بېرته د لوړیدو په حال کي وه. لرغونپوهانو په دغه ماڼۍ کي څلور کتبې هم موندلي دي.

د پولجيز په وينا په دغه ماڼۍ کي پر دېوالونو سور او آسماني روښانه رنګونو موندل سي دي. هغه د دغو رنګونو په هکله وایي: »له ميلاد څخه دوه زره کاله مخکې پر دېوالونو د نقاشۍ ښايي د نژدې ختيځ د ماڼيو يوه عامه ځانګړتيا وه، خو دغه ډېر کم وختونه په ښه حالت کي موندل سوي. په کېمون کې پر دېوالونو موندل شوې نقاشۍ له دې کبله يو له هيجانه ډک خبر دی.«

د آلمان سره تړاو لرونکي کارپوهان به اوس پر دې کار کوي چي د موندل سوو کتبو ټوټې سره يوځای کړي او ورڅخه تفسير وکړي. کارپوهان هيله لري چي دغه خاورني کتبې به د ميتاني واکمنۍ د وخت په هکله داسي معلومات رابرسېره کړي چي تر مخه نه ول معلوم.

Ruinen aus den Fluten des Tigris
د ميټاني دورې په هکله ډېر کم معلومات ستهانځور: picture-alliance/dpa/Uni Tübingen

awa/ms (Lewis Sanders IV)