1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراق له آلمانه د تورن قاتل د بيرته ورسپارلو غوښتنه کړې ده

۱۳۹۷ خرداد ۲۴, پنجشنبه

عراق د آلمان پر پوليسو له دې بابته چې د يوې آلمانۍ نجلې په وژنه تورن عراقی يې له کوردي چارواکو څخه بيولی، نيوکي کړې. د آلمان څارونوالانو ادعا کړې ده چې څه يې ترسره کړي هغه د دوي حق دی.

https://p.dw.com/p/2zWK5
Deutschland, Wiesbaden: Todesfall Susanna - Tatverdächtiger kommt in U-Haft
انځور: picture-alliance/dpa/H. Bratic

عراق د آلمان او د خپل خپلواک کوردستان حکومتونو پر چارواکو د يوه تورن کس په سپارلو په قهرجنه لهجه څرګندونې کړي دي. پر سپارل شوي عراقي تور دی چې تيره مياشت يې د آلمان په ويسبادن ښار کې پر يوې ۱۴کلنه آلمانۍ نجلۍ باندي جنسي تيری کړی او بيا يې وژلې ده.

عراق ويلي دي چې د دوی او برلين تر منځ د ليږدونې هيڅ تړون شتون نه لري او د آلمان پر حکومت يې تور لګولی دی چې د تورن علي ب. د لیږد پر سر يې له کردي چارواکو سره معامله کړې ده.  

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت دغه تور رد کړی دی، او ويلي يې دي چې دوی په دغه مسئله کې د عراقي چارواکو د عتراض «کومه رسمي خبرتيا نه ده ترلاسه کړې».

د ویسبادن څارونوالۍ ويلي دي چې د آلمان قانون د مختلفو بندونو ته په کتو، په دې برخه کې د آلمان امنيتي ځواکونو هيڅ ډول قانوني سرغړونه نه ده کړي.

د وژل شوې۱۴ کلنې سوزانه جسد تر لادرکه کېدو څه باندې يوه اوونۍ وروسته د مهاجرو يوه کمپ ته څيرمه چيرته چې تورن پکې اوسيد، وموندل شو. هغه مهال په رپوټونو کې ويل شوي وو چې عدلي معايناتو ښودلې ده چې پر قرباني جنسي تيری هم شوی دی.

د رپوټونو پر اساس، علي ب. چې د پناه غوښتنه يې رد شوې وه، د سوزانه تر وژنې وروسته په دې توانيدلی وو چې له خپلې کورنۍ سره بيرته عراق ته ولاړ سي. نوموړی د عراقي کردستان په «دهوک» سيمه کې د امنيتي ځواکونو له خوا تر نيول کيدو وروسته آلمان ته وسپارل شو.

څارنوالان د علي ب له خوا د سوزانه د وژنې د تصديق له پاره لا هم د هغه د (DNA) د معايناتو د پايلو په تمه دي. د رپوټونو پر اساس هغه د سوزانه وژنه رد کړې ده، خو په هغه ورځ چې علي ب. بيرته آلمان ته راوستل شو، داسي رپوټونه خپاره شول چې هغه د ۱۴کلنې سوزانه پر وژنه اعتراف کړی وو. تورن علي ب. اوسمهال په فرانکفورت کې په توقيف کې دی.