1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراق غواړي ايران پلوه مليشه د پوځ تر قوماندې لاندې راولي

۱۳۹۸ تیر ۱۱, سه‌شنبه

د عراق حکومت مليشو ته په پوځ کې د شامليدو امر کړی او د مليشو مشرانو ته په دې اړه د پريکړې اختیار ورکړل شوی چې د نيمه پوځي ځواک او سياسي فعاليت څخه يو انتخاب کړي.

https://p.dw.com/p/3LSne
Irak Baghdad Schiiten-Miliz Ketaeb Hezbollah
انځور: Getty Images/AFP/S. Arar

د عراق لومړي وزير عادل عبدالمهدي، يو داسې فرمان صادر کړی چې له مخې به یې ايران پلوه ملیشې د امنيتي ځواکونو تر قوماندې لاندې راشي. د عراق دغه اکثريت شيعه مليشه د »الحشد الشعبي« ډلې پورې تړاو لري. دغه ډله چې انگلسي لنډیز یې (PMF) دی، يو قوي نيمه پوځي او سياسي ځواک دی چې د امريکا متحده ايالاتو له ملاتړه د برخمن عراقي پوځ په مرسته یې د داعش پر ضد جگړه وکړه.

په عراق کې په مجموعي توگه د مليشو په ليکو کې ۱۴۰ زره په وسلو سمبال او د جگړې تجربه لرونکي سړي موجود دي. (PMF) همدا اوس هم د عراق لومړي وزير ته چې د ټولو امنيتي ځواکونو مشر دی، رپوټ کوي خو مشرتابه یې له ايران سره ژورې اړيکي لري.

د عبدالمهدي دا فرمان چې د دوشنبې په ورځ ناوخته خپور شوی، که چېرې عملي شي، نو (PMF) مليشه به په امنيتي ځواک کې ور شامله شي او له خپل نوم څخه به تېره شي. د مليشو مشران بايد له نيمه پوځي ځواک او له سياسي فعاليت څخه یې یو انتخاب کړي.

په فرمان کې ويل شوي چې د مليشو مرکزونه، اقتصادي دفترونه او پوستې باید وتړلی شي او هغه چې په سياست کې ونډه اخيستل یې غوره کړي وي، به د وسلو د لیږد جواز و نه لري. زياته شوې چې هره وسله واله ډله چې «په پټه او يا ښکاره» له نويو مقرراتو څخه سرغړونه وکړي، به غیر مشروع وگڼله شي.

عراق د امريکا – ایران د ترنگلتياو ترمنځ گیر شوی

د عراق د حکومت له خوا دا گام په داسې حال کې پورته کيږي چې په سيمه کې د عراق او امريکا متحده ايالتو ترمنځ ترنگلتيا مخ پر زياتېدو ده او داسې انديښنې یې رامنځ ته کړي چې عراق ښايي د نیابتي جگړې پر ډگر بدل شی.

امريکا له عراق څخه غوښتي ول چې خپلې ملیشې مهارې کړي او خبرداری یې ورکړی وو چې که د امريکا گټو ته زيان ورسيږي نو سخت ځواب به ورکړي.

Irak Baghdad Schiiten-Miliz Hezbollah
د عراق ايران پلوه مليشېانځور: AFP/A. Al-Rubaye

د »وال ستريت ژورنال« دا رپوټ هم چې امريکايي ځواکونه دې نتيجې ته رسيدلي دي چې په می مياشت کې د سعودي عربستان د تیلو پر يوه پايپ لاین بريد له يمن څخه نه بلکې له عراق څخه سرچينه اخيستې وه، د دې گام د پورته کولو يو علت وو.  خو عبدالمهدي دا خبره رد کړې چې هېواد یې د دې بریدونو له پاره کارول شوی دی.

پر مليشو بريد پر عراق برید دی

د امنيتي چارو بغداد ميشته کارپوه حشام الهاشمي، چې د عراقي حکومت مشاور هم دی، رويترز خبري آژانس ته وويل چې د عراق په پوځ کې تر رسمي شموليت وروسته به پر مليشو هر بريد ته د عراق پر پوځ د بريد په توگه وکتل شي. هغه وويل: «زما په اند لومړي وزير عبدالمهدي ته د امريکا د فشار له کبله داسې يوه انگیزه پیدا شوې وه چې هغوی ټول تر یوه چتر لاندې راولي څو وساتل شی. خو آیا هغوی [ملیشې] به  اطاعت وکړي؟ د هغوی اطاعت په دې پورې اړه لري چې ایران دغه فرمان تر کوم حد پورې مني.»

دا گام له  بلقوه ستونزو سره هم ښايي مخامخ شي ځکه چې د مليشو مشران به د پوځ په قومانده کې رسمي دندې او رتبې ترلاسه کړي خو ښايي سياسي اړیکي یې پرې نه شي. همدا راز ۱۴۰ زرو وسله والو ته د يو څه اقتصادي بديل په ورکولو سره د هغوی منحلولو ته په عمومي توگه د يوه غیر واقعيې او خطرناک گام په سترگه کتل کيږي.

د مليشو پر شاتگ

دا لا روښانه نه ده چې ايران او د مليشو مشران به دا فرمان څرنگه تعقیب کړي.  د (PMF) مليشو د مشرانو سياسي ائتلاف د ۲۰۱۸م کال د پارلماني ټاکنو پر مهال په دویم ځای کې وو. د الفتح ائتلاف له یوه بل ائتلاف سره په ګډه چې مشري یې بانفوذه شيعه مذهبي مشر مقتدا الصدر، کوله او ټاکنې یې هم گټلې وې، په ګډه عبدالمهدي د لومړي وزیر په توګه ونوموه.

الصدر چې د ايران او امريکا دواړو پر ضد يوه مشهور ملتپال مشر په توگه راڅرگند شوی، د عبدالمهدي د فرمان هرکلی کړی دی او ويلي یې دي چې د قوي وسله والو ملیشو سره به اړیکي پرې کړي.

خطيب حزب الله چې د مليشو يو ځواکمن مشر دی او د ایران د سپاه پاسداران سره نزدې اړيکي لري، هم د لومړي وزير د دې فرمان هرکلی کړی دی او ويلي یې دي چې وبه یې مني. خو زياته کړې یې ده چې په سوريې کې د بشارالاسد په ملاتړ جنگیدونکي قطعات به دغه فرمان عملي نه کړي.

bs/nz (AP, Reuters)