1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله عبدالله: طالبان د سولي په برخه کې جدي نه دي

۱۳۹۷ آذر ۱, پنجشنبه

اجرائیه مشر عبدالله عبدالله ویلي چې د سولې له پاره د امریکا پر تازه هڅو سربیره، طالبانو تر اوسه پورې له ۱۷ کلونو راهيسي د رواني جګړې د پای له پاره کوم زیګنال نه دی ورکړی او په خبره یې طالبان د سولې له پاره جدي نه دي.

https://p.dw.com/p/38hoC
Abdullah Abdullah bei DW Conflict Zone
انځور: DW

د افغانستان د حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله له فرانسې خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي چې د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو پر تازه هڅو سربیره تر اوسه پورې طالبانو په افغانستان کې د رواني جګړې د پای ته رسولو له پاره کوم اقدام نه دی کړی. د هغه په خبره طالبانو تر اوسه پورې د سولې لړۍ د پرمختګ په برخه کې کوم زیګنال نه دی ورکړی.

عبدالله عبدالله چې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس دی، د خپل سیاسي رقیب ولسمشر اشرف غني او د غربي سیاستوالو برعکس له طالبانو سره د یوې معاملې په برخه کې شک او تردید لري. د روانې میاشتې په ترڅ کې ولسمشر غني ویلي ول چې له طالبانو سره د سولې او پخلاینې په برخه کې اوس «د که نه، بکلې د کله» خبره مطرح ده. په عین حال کې د افغانستان د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد بیا په دې وروستیو کې وویل چې ښايي د راتلونکي کال په اپریل میاشت کې تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له طالبانو سره د سولې یو توافق وشي.

د فرانسې په پلازمینه پاریس کې د فرانسې له خبري آژانس سره پر ګڼو موضوعاتو راڅرخیدونکې یوه مرکه کې وویل: «په دې وروستیو کې د [سولې په برخه] کې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو له لوري تازه هڅې پیل شوي دي.»

عبدالله زیاتوي چې موږ له وخت څخه مخکې قضاوت نه کوو، خو زه تر اوسه پورې د خپلې تجرې پر اساس دا ویلی شم چې د سولې په خبرو کې د جدي کیدو په موخه تر اوسه پورې طالبانو کومه اراده نه ده ښوولې.

Russland | Gespräche in Moskau über Waffenruhe in Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/Y. Kadobnov

د چهارشنبې په ورځ د ډاکټر عبدالله دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې په پلازمینه کابل کې د میلاد نبي په مراسمو کې یوې بمي چاودنې شاوخوا ۵۵ کسان ووژل او په لسوو نور یې ټپیان کړل. په۱۹۸۰م کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد او همدا راز په ۹۰م کلونو کې د طالبانو پر ضد جگړه کي ولاړ ډاکټر عبدالله د کابل پیښې ته په اشارې سره وویل چې دغه راز پیښې د درک کولو وړ نه دي.

په عین حال کې په دې وروستیو کې د طالبانو او داعش ډلې له لوري په ټول افغانستان کې د بریدونو او چاودنو له فشارونو سره مخامخ افغان امنیتي ځواکونو تلفات هم ډیر شوي. د ۲۰۱۸م کال د نوامبر ۱۲ نیټه په واشنګټن کې د جان هپکنز پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو پوهنځي ګډونوالو ته ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ویډیويي وینا کې وویل چې «طالبان د ګټلو په موقف کې نه دي.»

د غني د څرګندونو له مخې تر هغه وخته پورې چې افغانستان هوایي او کوماندو ځواکونه لري، د سیمو د بیرته په نیولو به وتوانیږي. د هغه په خبره امنیتي ځواکونه ته اوښتې زیاتره مرګ ژوبله چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې ۲۸۵۲۹ کسانو ته رسیږي د هغو ځایونو د دفاع پر مهال رامنځ ته شوې ده چې دوی په کې مستقر دي.

عبدالله عبدالله چې د پنجشنبې په ورځ له فرانسې څخه تر یوه درې ورځني سفر وروسته بیرته کابل ته ستنیږي وویل چې هغه هیله من دی چې د امریکا د ځانګړي استازي خلیلزاد او د طالبانو ترمنځ د تازه خبرو په هکله به ورته بشپړ جزئیات ورکړل شي. تیره اونۍ د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو استازو او د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي درې ورځي د افغانستان د مسئلې په هکله مذاکرات او خبرې وکړې.

Ex-Botschafter Zalmay Khalilzad
انځور: Getty Images/AFP/B. Smialowski

د خشونت او زورزیایتو پیښو ته په کتو ځینې داسې وړاندیزونه شوي چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې باید وځنډیږي، خو عبدالله عبدالله په دې مرکه کې استدلال کړی دی چې د سولي د خبرو پایلې چې هر څه وي افغانستان باید د راتلونکي کال په اپریل میاشت کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړي.

عبدالله عبدالله د فرانسې له خبري آژانس سره په دې مرکه کې ویلي: «زما نظر دا دی چې [د ولسمشریزو ټاکنو] وخت ته ژمن اوسو او باید عملي یې کړو، ځکه دا د سیستم یوه برخه ده او د دې سیمتم قانوني کیدل پر ټاکنو ولاړ دي.» عبدالله عبدالله زیاتوي چې پر دې کارونو سربیره دې د سولې په برخه کې هڅې په پوره ځواک سره هم ادامه ولري.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس له طالبانو سره تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د سولې یو توافق ته هیله من دی خو وايي: «که چیري دغه کار وشي دا به د حیرانتیا وړ یوه موضوع وي، خو دا کار باید وشي او دا چې افغانان به د سولې د توافق هرکلی وکړي.»

عبدالله عبدالله تر اوسه پورې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه خپل سیاسي دریځ نه دی روښانه کړی. هغه تر دې وړاندې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ماته خوړلې وه. په ۲۰۱۴م کال کې د ولسمشر غني پر وړاندې له ماتې او سیاسي جنجالونو وروسته، د امریکا متحده ایالاتو د هغه مهال د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړتوب عبدالله عبدالله د ملي وحدت حکومت د اجرائیه رئیس په توګه وټاکل شو، خو د دې باوجود بیا هم د دواړو سیاسي څیرو ترمنځ رقابتونه ادامه لري.

Afghanistan | Wahlen, Kanditaten  Abdullah Abdullah und Ashraf Ghani
انځور: picture-alliance/dpaEPA/J. Jalali

کله چې له عبدالله عبدالله څخه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماند کیدو په هکله پوښتنه وشله نوموړي وويل: «زه به په یوه نه یوه لار په [ټاکنو] کې فعال نقش ولرم خو تر اوسه پوري مې په دې برخه کې وروستۍ پریکړه نه ده کړې.»

د تیرو ځنډیدلو پارلماني ټاکنو د بهیر په هکله اجرائیه رئیس ويلی چې هغه له دې ټاکنو ناهیلی دی. د روان کال د اکتوبر میاشتې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د درغلیو او تخنیکي ستونزو پیښې د رسنیو سرټکي جوړ کړل. عبدالله عبدالله د ولسي جرګې د ټاکنو په تړاو وویل: «د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کیدو په هکله زموږ تمې ډیري لوړې وې، او د خلکو تمې له دې هم لوړې وې.» د ولسي جرګې د ټاکنو پرمهال پر امنیتي ګواښونو سربیره یوازې ۴ میلیونه افغانانو په دې ټاکنو کې برخه واخیسته خو بیا هم د ټاکنو په بهیر کې د درغلیو او تخنیکي ستونزو په تړاو په زرونو شکایتونه ثبت شوي دي.