1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله عبدالله: افغانستان د سولې په برخه کې پرمختګ کړی

۱۳۹۷ مهر ۵, پنجشنبه

د امریکا نیویارک ښار د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له پاره د نړیوالو مشرانو کوربه دی. په دې غونډه کې د افغانستان اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلې وینا په ترڅ کې د سولې په برخه کې پرمختګونو ته اشاره وکړه.

https://p.dw.com/p/35YcE
Abdullah Abdullah bei DW Conflict Zone
انځور: DW

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپله وینا کې د افغانستان د حکومت اجرائیه رییس ډاکټر عبدالله عبدا،لله وویل چې افغانستان د سولې په برخه کې نوې پاڼه پرانیستلې. نوموړي د سولې او ثبات د یوه تازه فصل په برخه کې پر نړیوالو مشرانو د مرستې غږ وکړ. افغانان د ۱۹۷۰م کال راهیسې له جګړې کړیږي، خو د عبدالله له خبرو د سولې په برخه کې پرمختګونو نخښې لیدل کیږي.

اجرائیه رییس په ملګرو ملتونو کې د خپلې وینا په یوه برخه کې له طالبانو سره د سولې او پخلاینې په برخه کې پرمختګونو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د روان کال په جون میاشت کې له طالبانو سره لنډ مهاله اوربند د دغه راز هڅو یوه ښه بیلګه ده.

Afghanistan Taliban feiern Waffenstillstand mit Einwohnern in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

عبدالله عبدالله همدا راز وویل چې افغانان هیچا ته خطر نه رامنځ ته کوي او دا چې افغانستان غواړي په سیمه کې د همغږي کوونکي او جوړونکي نقش ولوبوي. تر دې وړاندې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو استازي ویلي وو چې تر ۲۰۰۱م کال وروسته هغه مهال چې د طالبانو رژیم له منځه ولاړ، افغانستان سولې ته د رسیدو له پاره او له طالبانو سره د پخلاینې د خبرو په برخه کې په تر ټولو بهترین وضعیت کې دی.

خو پر دې ټولو سربیره، په افغانستان کې ګڼ شمیر خونړي بریدونه د دې ښکارندويي کوي چې طالبان او د اسلامي دولت یا داعش ډله لا هم پراخ حضور لري او دا چې افغان امنیتي ځواکونو دغو دواړو وسلوالو ډلو سره د مبارزې په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په جون میاشت کې د وسلوالو طالبانو یو شمیر استازو د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت له یو شمیر دپلوماتانو سره ولیدل. طالبانو د دغې کتنې پخلی وکړ او دغه خبرې یې ابتدايی خو ګټورې ګڼلې وې.