1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله د کورنیو چارو وزير ګوښه کیدو ته غبرګون وښود

۱۳۹۹ اسفند ۳۰, شنبه

د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله د کورنيو چارو وزير له ګوښه کيدو سره مخالفت ښکاره کړی. سپيدار په دې اړه يوې اعلاميه کې ويلي دي چې دغه کار د دواړو خواوو تر منځ د شوي سیاسي توافق خلاف او «د نه منلو دی.»

https://p.dw.com/p/3qtqH
Afghanistan Abdullah Abdullah
د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر، عبدالله عبداللهانځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture-alliance

د افغانستان د مصالحې عالي شورا د شنبې په ورځ، د کورنيو چارو د وزير، محمد مسعود اندرابي د ګوښه کيدو په تړاو يوه اعلاميه خپرې کړې او له دغه کار سره يې مخالفت ښودلی دی. په اعلاميه کې ويل شوي چې د کورنيو چارو د وزير ګوښه کولو او پر ځای يې د سرپرست معرفي کولو پريکړه له کوم موجه دليل او مشورې پرته او په بيړه شوې او «دا د دواړو خواوو ترمنځ د سیاسي هوکړې خلاف ده.»

په اعلاميه کې زياته شوې چې په اوسنيو شرايطو کې دا ډول پريکړه کول، د هیواد د منافعو او مصلحتونو خلاف او د «منلو وړ نه ده.»

داکتر عبدالله چې د افغانستان حکومت د يو لوړپوړي پلاوي په راس کې د مسکو د سولې کنفرانس ته تللی وو د جمعې په ماښام بيرته کابل ته راستون شوی دی.

د مصالحې عالي شورا وايي چې هغه د مسکو په غونډه کې په افغانستان کې د تل پاتې سولې، د سولې مذاکراتو ګړندي کیدل، د تاوتريخوالو درول او په هیواد کې د سرتاسري اوربند غوښتونکي شو.

په پام کې ده چې د افغانستان د کشالې په تړاو راتلونکی کنفرانس په ترکيې هيواد کې ترسره شي.