1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عامو افغانانو د نجونو د ښوونځيو په اړه د طالبانو ادعا رد کړه

امید دیدار
۱۴۰۱ شهریور ۲۱, دوشنبه

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي وايي چې، که د طالبانو حکومت د نجونو ښوونځي پرانیزې دوی خپلې لوڼې ورلېږي او دوی غواړي لوڼې یې باسواده لویې شي.

https://p.dw.com/p/4Gjei
Afghanistan Schule
انځور: Petros Giannakouris/AP Photo/picture alliance

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکیو او قومي مشرانو دویچه ویله ته وویل، په هر ډول حالاتو کې به خپلې لوڼې ښوونځيو ته ولېږي.

قومي مشران او سپین ږیري وايي چې په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت له یوه کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي د نامعلوم دلیل پر اساس تړلي، په داسې حال کې چې ظاهراً خلک او کولتوري ستونزې د دې کار لامل بولي.

پکتیا کې د نجونو ښوونځي پرانستل شوي؛ طالبان وايي څېړنه کوي چې چا پرانستي؟

پوهنې وزارت له پاره د طالبانو سرپرست وزیر نورالله منیر وړمه ورځ په روزګان کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې په اوسنیو شرایطو کې »خلک نه غواړي چې لوڼې ښوونځیو ته ولېږي«، خو په هماغه کنفرانس کې خلکو د هغه خبره رد کړې او ترې وغوښتل چې ژر تر ژره دې ښوونځي پرانیزي.

نور الله منیر په هغه کنفرانس کې ویلي: «که ته د روزګان بازار ته ووځې لږ د غرو لمنو کې له سپین ږیرو پوښتنه وکړې، تاته درک معلومېږي. که ته په جومات کې پوښتنه وکړې چې څو فیصده سپین ږیري خلک دې ته تیار دي چې خپله شپاړس کلنه لور مکتب ته ولېږي، نو بیا به زما څخه د دغه سوال د کولو ضرورت نه پېښېږي.»

«سیمه ایزو خبریالانو د نجونو د مظاهرو د خبري پوښښ اجازه نه درلوده»

ده دا خبرې په پکتیا کې د سلګونو نجونو د هغه لاریون یوه ورځ وروسته کړي چې په هغه ولایت کې یې د څو پرانستل شویو ښوونځیو د بیرته تړلو په غبرګون کې کړی وو. شاوخوا درې اونۍ مخکې په پکتیا کې قومي مخورو او د ښوونځیو مدیرانو د پرېکړې له مخې د نجونو پنځه ښوونځي پرانستل شوي وو، چې بېرته طالبانو تړلي دي.

خو د همدغه روزګان ولایت د ليرې پرتې دهراود ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالمالک هوتک دویچه ویله ته د وزیر نورالله منیر څرګندونې رد کړې او هغه یې «بې معنی» وبللې.

کرزی: د شلو کالو لاسته راوړني له منځه نه دي تللي

نوموړي وویل، د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر د دې پر ځای چې د خپل حکومت پر پلانونو وغږېږي او خلکو ته د ښوونځیو د بندولو په اړه معلومات ورکړي، د ولس له ادرسه غږېږي او دوی یې خبرې ردوي: «دا کوم ولسونه دي، چې خور او لور باندې تعلیم نه کوي؟ په شل کلنه دوره کې د نجونو ښوونځي خلاص ول، هېچا او هېڅ چارواکي نجونې په زور ښوونځي ته نه دي غوښتي، خلکو په خپل رضایت خور او لور ښوونځي ته لېږلې. زه د یو روزګاني په حیث هر وخت غواړم چې خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولېږم. دا خبرې چې هر څوک کوي، نه د ولس نماینده دی او نه یې نماینده ګي کولی شي.»

ولسي وګړي د طالب چارواکیو د دغو څرګندونو په ردولو سره وايي، په تېرو شلو کلونو کې په ډېرو سختو جګړه ایزو حالاتو کې نجونې ښوونځیو ته تللې او اوس چې ښوونځي پرانستل شي، په «هېڅ صورت» خپلې لوڼې له زده کړو نه منع کوي.

د پکتیا ولایت د څکمنیو ولسوالۍ یو قومي مشر سخي جان څمکني دویچه ویله ته وویل، طالبانو یوازې خلک او کولتور بهانه کړی او ښوونځي یې تړلي؛ مګر په لویه کچه د افغانستان ټول خلک غواړي چې لوڼې یې ښوونځيو ته ولاړې شي.

د نجونو ښوونځيو د تړل کېدو دوام، پر طالبانو فشارونه ډېریږي

نوموړي د پکتیا د نجونو لاریون د مثال په توګه ذکر کړ چې ولسي وګړي د ښوونځیو د خلاصون له پاره خپلې لوڼې آن لاریونونو ته پرېږدي، نو له ښوونځیو یې په هېڅ صورت نه منع کوي.

هغه وویل: «زموږ خو دا ارمان دی چې له جهالت او تورتم ووځو او لوڼې مو تعلیم وکړي، دا چې دوی وايي چې خلک نه غواړي نجونې مکتب ته ولاړې شي؛ دا هسې خبرې دي او د دوی خبرې دي په دوی پورې اړه ولري. مګر ولسونه غواړي چې خپلي لوڼې مکتبونو ته ولېږي.»

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې په لویه کچه ولسي وګړي د ښوونځيو د خلاصون له پاره غږ نه پورته کوي وویل، خلک ډارېږي او په ازادانه ډول غږ نه شي پورته کولی: «مشکل شته دی، زښت ډېر مشکلات دي. سړی نه شي ویلي. که سپینې خبرې کوو، دروازه مو له تیږو ډکېږي. خلک په مرګ هم غواړي چې لوڼې مکتبونو ته ولېږي، ولې مشکل ډېر ژور دی.»

آیا افغانستان کې د زده کړو چاپيریال خوندې دی؟

هاخوا د کندهار ولایت یوه قومي مشر عطا محمد معروفي چې خپله لور او د کورنۍ نورې نجونې یې ښوونځیو ته ځي، دویچه ویله ته وویل، د ده په شمول د دوی د سیمې ټول خلک غواړي چې خپلي لوڼې ښوونځیو ته ولېږي او په دې برخه کې دې د طالبانو حکومت کلتوري ستونزې نه بهانه کوي: »هېڅ کلتوري مسئله نه سته، هر سړی غواړي چې په لور باندې تعلیم وکړي. تعلیم یافته نجلۍ چې په یوه کور کې وي، اولاد ښه روزي. دا څلوېښت کاله چې په افغانستان کې کوم حالات دي، د بې سوادۍ له امله دي.»

قومي مشران وايي، طالب مشران په خپلو کې د نجونو ښوونځیو د پرانستې په اړه په یوه خوله نه دي او دوی د ښوونځیو له موضوع د نړیوال فشار په توګه ګټه اخلي، چې دا چاره د یوه بشپړ نسل په زیان تمامېدای شي.

خوست: د نجونو د تعلیم له پاره کور په کور گښت

همدا راز، پکتیا کې پرانستل شوي ښوونځي بند شوي او د قومي مخورو د معلوماتو له مخې، نجونو طالبانو ته وخت ورکړی، که ښوونځي خلاص نه کړي، دیني مدرسو ته به هم ولاړې نه شي.

تازه، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم یوې خبرپاڼې کې ویلي، پکتیا کې د ښوونځیو پرانستلو له پاره د نجونو لاریون د ټولو لوستو نجونو غږ دی او دا «د افغان ملت غوښتنه» ده.

ورته مهال د افغان مېرمنو له پاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي دي چې د افغان نجونو د زده کړې مخنیوي له پاره د طالبانو اوسنۍ تګلاره او د هغې دوام د زغم وړ نه دی.

هغې پر خپل رسمي ټویټر لیکلي: «د دې ظالمانه او تخریبي سیاست د دوام له پاره هیڅ توجیه نشته. نه کلتور، نه مذهب او نه لوژستیک. یوازې د خندا وړ سیاست چې د افغان نجونو خوبونه او وړتیاوې له منځه وړي او افغانستان د لا زیاتې بې وزلۍ او نا امیدۍ پر لور بوځي.»

پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنۍ راهيسي له شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځي تړل شوي. طالبان سربېره پر دې چې د ښوونځیو تړل کلتوري ستونزې یادوي، تر څنګ یې د یوې طرحې یادونه کوي چې له مخې به یې ښوونځي پرانستل شي. خو تر اوسه د دغې طرحې په اړه معلومات نه دي شریک شوي.