1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سیمې خلک: د طالبانو په چلند کې کوم بدلون نه دی راغلی

۱۳۹۷ اسفند ۴, شنبه

علي احمد علي زی بله چاره نه لري او بايد د هغوی خبره ومني. دا په داسې حال کې ده چې طالبان يې د دروازې مخې ته ولاړ دي او ورڅخه ډوډۍ، سرپناه او د هغه د حاصلاتو يوه برخه هم غواړي.

https://p.dw.com/p/3DqwB
Afghanistan Taliban
انځور: AP

علي احمد علي زی چې د افغانستان په سويلي ولايت هلمند کې بزګر دی، وايي چې «طالبان دلته ديکتاوري او زورواکي چلوي. هغوی خپل قوانين وضع کړي دي. موږ يو څه امنيت، خو هيڅ آزادي نه لرو.»

دغه خبره نوموړي کروندګر د تليفون له لارې د فرانسې خبري اژانس ته کړې ده. علي زی يوازې يو له هغو په ميليونو افغانانو څخه دی چې د طالبانو تر حکم لاندې ژوند کوي. په دغه هېواد کې طالبان له هغه وخت راهيسې چې په ۲۰۰۱م کال کې د امريکايانو په مشرتوب ائتلاف له خوا له قدرته راوپرځول شول، اوس تر ټولو زياته خاوره تر ولکې لاندې لري.

د سولي د خبرو اترو بل پړاو

په داسې حال کې چې د سولې په هکله خبرو ته لاره هواره شوې ده او د روغي جوړي په اړه خبري اترې د دوشنبې په ورځ په دوحه کې بيا شروع کېدونکې دي، د بېلابېلو افغانانو له خولې د سترګو ليدلی حال دا په ګوته کوي چې د امريکايي ځواکونو په وتلو او واک ته د وسله والو طالبانو په ستنېدو سره به وضع او ورځنی ژوند څه ډول وي.

Russland Friedensgespräche Afghanistan | Taliban-Delegation in Moskau
انځور: Reuters/S. Karpukhin

د افغانستان جګړه د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږد جنګ دی چې دغه هيواد پکې برخه لري. عبدالباري چې درې مياشتي پخوا په روزګان کې له خپله کوره تښتېدلی دی، وايي چې د طالبانو تر سپين بيرغ لاندي ژوند په تورتم او تياره کې تېريږي. دغه ۶۶ کلن اوس له خپلې کورنۍ سره په کندهار کې ژوند کوي او وايي: «هغوی به کله نا کله په عام محضر کې خلک اعدامول. د هغوی جنګيالانو به د خلکو پر سرنوشت باندي خپله پرېکړه کوله.»

د طالبانو محکمې

د افغانستان په ډېرو برخو کې د طالبانو قاضيان موجود دي. له شريعت څخه د دوی تعبير ډېر سخت دی چې ډېر ژر حکم جاري کوي او محکوم کسان د هغوی تر ولکې لاندې سيمو کې سخته سزا هم ويني. په دې کې د بدن د غړو پرې کول او د سړک غاړې ته د محکومو زندانيانو ځړول هم راځي.

سيد عمر چې له روزګان ولايت څخه د طالبانو د خشونت او تاوتريخوالي له کبله تښتېدلی دی، وايي چې «عام خلک له طالبانو څخه وېريږي.»

محمد قاسم چې هټيوال دی او په کندهار کې د طالبانو له يوه بل اصلي سنګر څخه راځي، د فرانسې خبري اژانس ته په تليفون کې ويلي دي چې طالبانو هلته ځيرک تليفونونه بند کړي دي او ښځې دې ته نه پرېږدي چې له کوره ووځي.

داسې ښکاري چې هغوی بيا د ۱۹۹۶م کال په څېر کړه وړه خپل کړي دي. دا هغه وخت دی چې دوی پکې په افغانستان کې قدرت ته ورسېدل. يوازنی بدلون چې پکې ښايي راغلی وي دا دی چې د هغو کسانو په وړاندې چې ږيري يې خرېيلي دي، د پخوا په پرتله «له لږ څه نرمښت» څخه کار اخلي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ږيري خرېيل يو سخت جرم بلل کېد. طالبانو په ورته وخت کې د فرانسې خبري اژانس ته ويلي دي چې غواړي «اسلامي نظام» پلی کړي کوم چې په ۲۰۰۱م کال کې له پلي شوي ديموکرات سيستم سره توپير لري. خو دا يې هم وويل چې په ځينو برخو کې يې خپل دريځ ته بدلون ورکړی دی، د بېلگې په توګه لکه د ښځو او نجونو له پاره د تعليم او تحصيل په برخه کې چې غواړي نجوني ښوونځيو ته پرېږدي.