1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عام خلک: د پاکستان د توغنديو جواب پخپله ورکوو

۱۳۹۱ شهریور ۵, یکشنبه

یو شمېرولسي خلکو او د سیاسي ګوندونو استازو په کابل کي د یوې غونډي په ترڅ کي د افغانستان پر خاوره باندي د پاکستان وروستي توغنديي بریدونه وغندل.

https://p.dw.com/p/15wrb
انځور: picture-alliance/dpa

د غونډي گډوالو غوښتنه کوله چې دوی ته دي اجازه ورکړل شي، چي د دغو يرغلونو پر ضد پاڅون وکړي.

د کونړ د چارواکو په خبره د پاکستان له خاوري له څو مياشتو راهيسي د دغه ولايت او نورستان ولایت پر یو شمیر سرحدي ولسوالیو باندي د توغنديو يرغلونه کيږي.

په غونډه کي راټولو شويو خلکو ویل چې د پاکستان دا کړنه له نړیوالو اصولو ښکاره تیری دئ او دوی چمتو دي چې په خپل لګښت، خپله وسله او خپله قومانده د پوځ او پولیسو له مرستي پرته پاکستاني برید ګر د هغوی په خاوره کي وټکوي.

د غونډي ګډون وال او په ختیځ کي د سرحدي قواوو پخواني مشر امین الله امر خیل تور ولګاوه چي د حکومت چارواکي تل د پردیو د تیریو پر وړاندي چوپه خوله پاته شوی دئ او دا ولسونه دي چي خپلواکي به ساتي او د خپلو پولو ساتنه به کوي.

جنرال امرخیل له ټولو افغانانو څخه وغوښتل، چي د کونړ د دیني عالمانو د هغي فتوا ملاتړ وکړي چې د پاکستان د تیري کوونکو پر وړاندي ئې د جهاد اعلان کړی دئ:

«نن موږ دلته د دې له پاره را ټول شوي یو، چي د پاکستان په بریدونو کي د خپلو وژل شویو وروڼو او خویندو سره غمشريکي وکړو او تر څنګ ئې له ټولو افغانانو غواړو، چي په واحده قومانده د پاکستان د تیري کوونکو پر ضد لاس سره یو کړي او د حکومت د چوپتیا د پالیسۍ ملاتړ و نه کړي.»

رسمي شمېرې ښيي چي د څو مياشتو په ترڅ کي نزدې ۶۰۰۰ توغندی د پاکستان له خاوري پر افغانستان باندي توغول شوي دي، چي پر مرګ ژوبلي سربیره ئې په سوو کورنۍ د خپلو مینو پریښودو ته اړ ایستلي دي.

جنرال امر خیل د دغه بریدونو په مخنیوي کي هغه ملکونه هم ګرم وبلل چي له افغانستان سره ئې د اوږد مهالو پوځي همکاریو سندونه لاسلیک کړي دي، خو اوس چوپه خوله ناست دي:

«نړیواله ټولنه باید په افغانستان کي د پاکستان د تیري پر وړاندي خپل موقف روښانه کړي، که چیري نړیوال ځواکونه خپله پالیسي بدله نه کړي نو خلک اړ دي چي هغوی ته ووايي، چي له خاوري ئې ووزئ، ځکه چي د سولي په را وستلو کې پاته راغلي دي، بنسټیزي پروژې ئې نه دي عملي کړي او همداسي نوري نیمګړتیاوي او تیروتني مو هم تر سره کړي دي.»

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل