1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ظواهري د امريکا تر سخت تعقيب لاندي دئ

۱۳۹۰ آذر ۲۴, پنجشنبه

امریکايي کارپوهان وایي چي د القاعدې د اوسني مشر، ايمن الظواهري، د ژوند ډیري لږ ورځي پاته دي. دغه کارپوهان زیاتوي چي ظواهري د متحده ايالاتو تر سخت تعقيب لاندي دئ او ډیر ژر به ووژل شي.

https://p.dw.com/p/13THz
د ځینو رپورټونو له مخې اوس ظواهري په پاکستان کې میشت دی
د ځینو رپورټونو له مخې اوس ظواهري په پاکستان کې میشت دیانځور: dpa

ظواهري د روان کال د می په مياشت کي وروسته له هغه د القاعدې د ترورستي ډلي مشر شو، چي پخوانی مشر اسامه بن لادن اسلام اباد ته څېرمه ووژل شو.

په پاکستان کي د امریکا د استخباراتي ادارې یو پخوانی غړی، مارس سیګمن، وایي چي ظواهري کیدای شي هره ګړی د یوه امریکایي توغندی په واسطه ووژل شي.

سیګمن زیاتوي که ظواهري د ډیر وخت له پاره په یوه ځای کي پاته شي، نو هغه د امریکايانو له خوا پیدا کیدای شي. خو د سیګمن په خبره که هغه خپل د استوګني ځای بدل هم کړي بیا به هم د امریکایانو لخوا په ګوته شي. امریکایانو اسامه بن لادن هم د استخباراتي معلوماتو په راغونډولو سره وواژه.

ظواهري تر دې پخوا د القاعدي د شبکې دویم کس وو، خو د اسامه د وژل کیدو وروسته هغه د دغې ډلې مشرۍ پر غاړه واخیسته
ظواهري تر دې پخوا د القاعدي د شبکې دویم کس وو، خو د اسامه د وژل کیدو وروسته هغه د دغې ډلې مشرۍ پر غاړه واخیستهانځور: PA/dpa

د ناروي د دفاعي چارو په انستیتوت کي د تروریزم کارپوه، توماس هګ همر، وایي چي ظواهري به هم د اسامه بن لادن په برخه لیک اخته شي.

هغه زیاتوي چي اسامه بن لادن هم ډیر احتیاط کاوه خو مجبور وو چي د القاعدي له ځینو غړو سره خپلي اړیکي وساتي، چې د همدغو اړیکو له کبله د هغه ځای په نښه شو. د هګ همر په خبره ظواهري به هم د هغه د اړیکو له کبله پیدا شي.

د القاعدې په وړاندي جګړه کي د امریکا د متحده ایالاتو تر ټولو لویه او مؤثره وسله بې پیلوټه الوتکي دي. خو د دغو الوتکو د عملیاتو له کبله بیا هر وخت د امریکا او پاکستان تر منځ په اړیکو کي خړوالی رامنځ ته شوی دئ.

د ظواهري د له منځه وړلو له پاره ښايي اوس هم د متحده ایالاتو تر ټولو قوي وسله، بې پیلوټه الوتکي وي. امریکايي چارواکي وایي چي که څه هم له پاکستان سره د دغه هیواد اړیکي خړي دي، خو متحده ایالات به د ظواهري په وړاندي د بې پیلوټه الوتکو څخه کار واخلي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: پروین مومند