طالبانو یوه پوځي اډه ویجاړه کړې او لسګونه سرتیري یې وژلي
۱۳۹۷ آبان ۲۰, یکشنبهپه شمالي بغلان ولایت کې چاوراکي وايي چې وسلوالو طالبانو د شنبې په ورځ د ملي اردو یوه کوچنۍ اډه تر نیولو وروسته ویجاړه کړې ده. زیاته شوې ده چې په دې وسلواله نښته کې د پوځ ۱۲ سرتیري وژل شوي دي. د چارواکو په حواله طالبانو د سرتیرو له جسدونو سره چاودیدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او کله چې ځايي قومي مشران د جسدونو د راټولولو په موخه د مرستې له پاره راغلي وو، بله چاودنه شوې چې پکې څلور ځايي قومي مشران وژل شوي دي.
صفدر محسیني، د بغلان د ولایتي شورا مشر وايي چې یاغیانو په دې برید کې چې د شنبې په ورځ ناوخته پیل شو، د پوځ دوه سرتیري له ځانه سره وړي او درې نور پکې ټپیان دي. هغه وايي چې یاغیانو پوځي اډې ته اور اچولی او شاوخوا ته یې ماینونه ښخ کړي دي.
طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی او ویلي یې دي چې له پوځي اډې څخه یې ګڼ شمیر پوځي تجهیزات او وسلې ترلاسه کړي دي.
طالبان کابو هره ورځ د افغانستان په مختلفو برخو کې بریدونه کوي. دغه ډله تر ډیره پورې د افغان امنيتي ځواکونو لیرې پرتې امنیتي پوستې په نخښه کوي. سربیره پر دې داسې هم ويل کيږي چې پر افغانستان باندې د امریکا تر یرغل ۱۷ کلونه وروسته، طالبان د افغانستان نږدې نیمايي برخه کنترولوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان همدا اوس له امریکا سره د سولې په خبرو بوخت دي. د روانې نومبر میاشتې په ۹ نیټه د طالبانو د قطر د دفتر یو شمیر استازو د مسکو په کوربتوت د افغانستان د سولې په خبرو کې ګډون وکړ. طالبان د سولې د خبرو له پاره تر ټولو مهم شرط، له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو وتل په ګوته کوي.