1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«طالبانو یوه ولسوالۍ نیولې او ۲۵ سرتیري یې وژلي»

۱۳۹۷ شهریور ۶, سه‌شنبه

د افغانستان په شمال کې یوه بله ولسوالي د طالبانو لاس ته لویدلې ده. د فاریاب د ولایتي شورا غړي سید عبدالباقي هاشمي ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونو په غورماچ ولسوالۍ کې خپله وروستۍ امنیتي اډه له لاسه ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/33s0h
Karte Afghanistan Provinz Faryab Englisch
انځور: DW

د آلمان خبري آژانس د ولایتي شورا د دې غړي له قوله لیکلي دي، کله چې امنیتي ځواکونه د فاریاب ولایت مرکز میمنې ته ستنیدل نو شا او خوا د ۸۰ موټرو کاروان د طالبانو له کمین سره مخامخ شو. د هغه په خبره په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۵ عسکر وژل شوي او نور ۲۰ ټپیان شوي دي. د عبدالباقي هاشمې د څرګندونو له مخې ۱۶ عسکر طالبانو نیولي دي.

هاشمي وویل چې د قربانیانو د دقیق شمیر په هکله معلومات په لاس کې نه شته. زیاته شوې ده چې یوازې د څلورو عسکرو مړي موندل شوي دي او نور جسدونه لا هم د جګړې په سیمه کې دي. د هاشمي په خبره دا چې موټرې د طالبانو لاس ته ور نه شي، نو د دوشنبې په شپه د هوایي بمبار په ترڅ کې له منځه وړل شوي دي.

د فاریاب ولایتي شورا یوه بل غړي محمد نادر سعیدي، هم ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ د قیصار په ولسوالۍ کې دغه نښته رامنځ ته شوې ده. د هغوی په خبره دا چې امنیتي ځواکونو په غورماچ کې خپله وروستۍ اډه پریښې ده نو د غورماچ ولسوالۍ بشپړ کنترول د طالبانو په لاس کې دی.

شا او خوا دوه اوونۍ تر مخه طالبانو په غورماچ کې یوه بله پوځې اډه هم نیولې وه چې په پایله کې یې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.