1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

طالبانو یو ځوان نيولی وو، اوس يې جسد کورنۍ ته سپارلی

۱۴۰۱ بهمن ۲۰, پنجشنبه

طالبانو د هغه ځوان جسد د هغه د کورنۍ غړو ته سپارلی دی چي دوی بېولی وو. د راپورونو له مخې، طالبانو درې ورځې مخکې یو روان شناس او مدني فعال نیولی وو او د چهارشنبې په ورځ یې جسد کورنۍ ته سپارلی دی.

https://p.dw.com/p/4NGmu
Afghanistan | Berufungsgericht in Ghazni
انځور: Wakil Kohsar/AFP

د ناصر خالد په نامه دغه روان شناس او مدني فعال درې ورځې وړاندې طالبانو نيولی او بېولی وو چې تر درې ورځني بند وروسته یې جسد د نوموړي کورنۍ ته په کابل کې سپارلی دی.

ناصر خالد د پخواني حکومت پرمهال د کابل د عامې روغتیا د ریئس ورور وو.

د کابل د عامې روغتیا دغه پخواني مشر پر ټولنیزو رسنیو د خپل ورور په هکله لیکلي دي: «ناصر خالد چې زما کشر ورور وو، درې ورځې وړاندې له دلیل پرته په کابل کې زنداني شوی وو، جسد يې نن موږ ته را وسپارل شو.»

خالد ناصر چې د پروان ولایت اصلي اوسیدونکی وو، يو اولاد يې لاره. طالبانو تر اوسه پورې د دې پیښې په هکله تبصره نه ده کړې.

تر دې وړاندې، په ورته یوه پیښه کې طالب چارواکو د استاد اسماعیل مشعل په نامه د پوهنتون یو استاد او همدا راز د ذکریا اصولي په نامه یو لیکوال او تاریخ پوه هم نیولي ول.

په داسې حال کې چې طالبانو واک ته له رسیدو سره سم د عمومي عفوې اعلان کړی وو، خو په دې موده کې د پخواني نظام ګڼ شمیر غړي نیول شوي او یا وژل شوي دي. طالبان بیا ټینګار کوي چې دوی عمومي عفوې ته ژمن پاتې دي.